هیروم دې

نور محمد لاهو

696
هیروم دې
هیروم دې ، درنه ځمه
لکه ونې چې توپان کې
خپلې پښې له ځانه پرې کړلې مرغۍ شوه
لکه پوندو د یو آس نه پورته شوې سپينه دوړه
چې له باده سره مل شوه بیا رانغله
هیروم دې هیروم دې
ما هم وریځو ته ویلي
چې باران لکه ماشوم په دې قانع کړي
چې له اوښکو او غږ پرته نور په پټه خوله وژاړي
نیمه شپه د خوب کړکۍ مې
 په لمدو خیشتو لاسونو ټک ټک نه کړي.
ماسپرلي ته هم ویلي
نور له ځانه سره ، سره ګلان را نه وړي
د غاټول خوږه سینه کې لګیدلی هغه سور څراغ وفات شو!
بنفشې هم ومنله
چې نور ستا د خوږو زلفو تاند تصویر او د سنځلې په څير ژیړه خوشبویي راښکاره نه کړي
نسترَن هم
لکه نوې پیغله شوې سره مڼه
ستا د شیرینو اننګیو شیرچايی سندرې بس کړې
هیروم دې هیروم دی
زما زړه اوس ستا په څير په یوې تیږې بدل شوی
په دې تیږې مې نن هغه څراغ مات کړ
چې شیشه یې وه زما له خوږو سترګو جوړه شوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.