کورونا او لنډۍ

آصف بهاند

736

«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 دریـپنځوسمه برخه

په کورونا باندې کار نه کړي

که شویستونو باندې ځان وپـړسومه

 

چې کورونا شوم، تا لاس واخیست

لکه د للمې گل پر ډاگ دې پرېښودمه

 

کورونا داسې چارې وکړې

چې څوک له لرې وگورم لار کږومه

 

د لنډیو د دې برخې له پاره دا کورونايي لنډۍ غوره شوې دي:

کورونا ټوکې نه دي یاره

که درپسې راغله بیا به مروړې خپل لاسونه

زه یې له نوم نه هم ډارېـږم

چې کورونا، کورونا وایې مړ به شمه

د کورونا زور رامالوم دی

ځکه په هرپل کې کوومه احتیاطونه

په کورونا باندې کار نه کړي

که شویستونو باندې ځان وپـړسومه

په علم پوهه باندې کېـږي

پوهه یې پریښې په دمو یې تم کوینه

چې کورونا شوم، تا لاس واخیست

لکه د للمې گل پر ډاگ دې پرېښودمه

گناه د تا ده، زما نه ده

کورونا راغله موږه دواړه سوځوینه

کورونا داسې چارې وکړې

چې څوک له لرې وگورم لار کږومه

تا پټوله، پټه نه شوه

د کورونا تبه دې وايي احوالونه

چې کورونا شوې د بستر شوې

رب دې را جوړ که زه دوعا درته کومه

زه له بنگړو لونکو تېر یم

دې خوا رانشې کورونا دې غورځوینه

زړه به مې ولې خپه نه وي

د کورونا درد مې بدن رالړزوینه

د کورونا درد به مې ورک شي

که دې په مینه راته وخندل میینه

یار کورونا شو ځان یې ورک کړ

چاره مې نه شته لټومه روغتونونه

په کورونا دې ځان اخته کړ

په تاویز نه شي د واکسین کوه سوچونه

کورونا رنځ دی، خو صادق دی

نه رشوت اخلي او نه بډې ورکوینه

کورونا اور نه هم تېری کا

چې څنگه راشي، ټول بدن دې سوځوینه

کورونا څو ورځې میلمه وي

کراره ناسته وي یو دم سر جگوینه

چې تله راتله وي کورونا وي

مراعات نه کړي ټول شیان گډوډوینه

د مخ هډوکي مې ښکاره شول

د کورونا تبې بوډا ته ورته کړمه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.