طالب چارواکو او عيني شاهدانو په کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شعيه ګانو په يوه جومات کې د درنې چاودنې خبر ورکړی دی. په پېښه کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو برخې مشر سعید خوستي دغه چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې د معلومات په راټولولو بوخت دي. ویل کیږي چې به دغه برید کې د تلفاتو شمیرې لوړې دي.
د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویلې ته وویل چې په دغه برید کې یو شمیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په سیمه کې د ولایتي شورا غړو او چارواکو ویلي چې په برید کې لږ ترلږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
په کندهار کې د ولایتي روغتون یوه ډاکټر بيا د وژل شوي شمير لوړ ښوولی دی نموړي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «تر اوسه روغتون ته ۳۲ جسدونه او ۵۳ تنه ټپیان راوړل شوي دي.» نورو روغتيايي سرچينو بيا د ۳۰ تنو وژنه تائيد کړې او روغتون ته د يو شمير ټپيانو د انتقال خبره یې کړې ده. د ولایتي شورا پخوانی غړی نعمت الله وفا ويلي چې چاودنه د کندهار ښار په امام بارګاه جومات کې شوې ده. تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
يوه عني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې درې چاودنې یې واورېدلې، يوه د جومات د مرکزي دروازې سره، بله د جومات په جنوبي برخه کې او دريمه په هغه ځای کې لمونځ کوونکي پکې اودس کوي. يوه بل عیني شاهد هم دريو چاودنې څخه خبره کړې.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي د تويتر له لارې ويلي: «موږ د کندهار په لومړۍ ناحيه کې د شعيه مسلمانانو په يوه جومات کې پر بريد ډېر خواشيني يو چې زموږ د يو شمير هېوادوالو ژوند یې اخيستی او يو شمير نور یې ټپیان کړی دي.»
دغه برید په کندز کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې تر يوه خونړي بريد يوه اونۍ وروسته شوی دی چېلږ ترلږه سل کسان پکې ټپيان او وژل شوي ول.
واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته افغانستان کې د «اسلامي دولت نومې ډلې» یا داعش بریدونه ډیر شوي دي طالبان هم وایي چې پر وړاندې یې په بیلابیلو سیمو کې عملیات کوي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.