بشري حقونو کمېسیون: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړېدل او د جګړې د پراخېدو خبرتیا د اندېښنې وړ ده
د طالبانو له لوري د جګړې تاکتیکونه ورځ تر بلې خونړی کیږي، چې د اندېښنې وړ دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي، چې طالبان ورځ تر بلې د تاوتریخوالي کچه لوړي؛ تر څو د جګړې له لارې واک تر لاسه کړي؛ خو د دوی بریدونو کې یوازې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.
نوموړې پر طالبانو غږ کړی، چې په بې رحمانه ډول دې د ملکي وګړو له وژنې لاس واخلي او د سولې خبرې دې مخته یوسي.
شهرزاد پر نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو پر نړیوالو بنستونو غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ تر څو د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
نوموړې دا هم زیاته کړې، چې نړیوال باید د طالبانو له لوري ملکي وګړو ته د تلفاتو په اړه څېړنې وکړي او عاملینو ته دې سزا واورول شي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مرستندویې ټولنې مشرې “دېبورا لاینز” د افغان سولې لپاره د افغان حکومت له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو تلفات او د تاوتریخوالي کچه اوج ته رسېدلې ده.
لاینز زیاته کړې، چې طالبان باید له خپلو بریدونو لاس په سر شي او د جګړې پر مهال دې بشري حقونو ته پاملرنه وکړي.
نوموړې د طالبانو له لوري د جګړې د شدت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې، او ویلي یې دي، چې ملکي وګړو ته د تلفاتو اړولو مجرمین به خامخا سزا وویني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.