د کوچني اختر د را رسېدو له کبله د طالبانو درې ورځني اوربند د طالبانو پر وړاندې د عام ولس کرکه لا ډېره کړې.
خلک نیوکه کوي، چې طالبان هره ورځ ملکي خلک وژني، عامه ځایونه، مکتبونه، پلونه او سرکونه ورانوي او اوس په درې ورځني اوربند غواړي، چې د خلکو په منځ کې محبوبیت پیدا کړي؛ نو ځکه دوی ته یاد اوربند هیڅ د منلو نه دی.
دوی وایي که طالبان ریښتیا هم د نورو په اشاره جګړه نه کوي؛ نو له افغان حکومت سره دې دایمي اوربند وکړي، تر څو یوې پایدارې سولې ته ورسېږو.
بل طرف بیا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کار کوونکي په دې اند دي، چې طالبانو په وروستیو دوه اونیو کې د افغان ځواکونو له لوري زیات تلفات ولیدل او اوس له پاکستان هېواد څخه د خپلو جنګیالیو د پوره کولو لپار د ۳ ورځني فرصت په تمه دي.
د ټولینزو رسنیو کار کوونکي پر طالبانو دا نیوکه کوي، چې په دې وروستیو کې یې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته مخه کړې او غواړي له همدې لارې وحشت خپور کړي.
وروسته له هغې، چې په ټول هېواد کې د افغان حکومت له لوري پر طالبانو تر ټولو سخت عملیات پیل شول او یادې ډلې ته یې درانه تلفات واړول؛ نو طالبانو د اوربند وړاندیز وکړ.
بل طرف بیا افغان حکومت وایي، چې طالبانو ته د اوربند غځولو زارۍ نه کوي؛ خو ترې غواړي، چې د ماشومانو او ملکي وګړو مرګ ژوبله دې ودروې او له افغان ځواکونو سره دې د جګړې ډګر ته را ودانګي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.