د طالبانو د اعلاميې په ځواب کې:
څوک چې خپل ولس وژني له نورو دې هم تمه نه کوي
اسرائيلو خو بيا هم ربړي ګولۍ وورولئ، خو تاسې څه کوئ؟
اسرائيل وفلسطينيان خو بيا هم پر خپل يو مشترک ميراث نښتي، خو تاسې د چا لپاره له خپل ولس سره نښتي ياست؟ د غزنوي وابدالي ميراثه خو پنجاب زموږ ميراث کيږي نه موږ د پنجاب ميراث، نو ولې دې د بل لپاره له ځانه کرايي کښ قاتل جوړ کړی دی؟
نوټ : طالبان چې د سولې په تړاو د الله تعالی نه مني ((والصلح خير)) او ((رحمآء بينهم))، نو لږ تر لږه دې د ديوبنديت او حنفيت په پار د امام ابوحنيفه د ګوړې خوراک له پرهېزه زده کړه وکړي. يوځل دې له خپل ولس او حکومت سره سوله وکړي چې په پايله کې به يې بنديان او د مشرانو نومونه هم له تور لېسته خلاص شي. بيا به يې نړيوالو ته هم خوله جوړه شي چې له فلسطينيانو سره د ظلمونو مخه ونيسي. يو څوک چې پر خپل ولس او وطن رحم نه کوي، نو الله تعالی به پر دوی څنګه ورحميږي او څنګه به يې نړيوال غږ واوري؟
وايی چې :
امام ابوحنيفه رحمه الله ته يو وخت چا خپل ماشوم هلک (زوی) د دم و دوعا لپاره راوړ چې که څه شی ورته دم کړي او يا دوعا و تعويذ ورته وکړي چې له ګوړې خوړلو منعه شي. هغه مبارک ورته وويل چې :
((زه اوس ولاړ شه او درې ورځې روسته يې راوله)).
هغه سخت خپه شو چې زه له دومره لېرې ځايه ورته راغلم او اوس يې بيرته رخصت کړم. په ښکاره يې څه ونه ويل، ولې په زړه کې سخت خپه او ماڼيجن شو، خو بيرته خپل کور ته راغی.
درې ورځې وروسته يې بيرته ماشوم له ځان سره راوړ، نو امام صاحب مبارک ورته پر سر لاس راکش کړ او ورته ويې ويل :
((بچو، بيا ګوړه مه خوره!)).
ما شوم ورته وويل :
((ښه ده، بيا به يې نه خورم)).
د سړي داسې هيله وه چې امام صاحب به اوس ورته څه دم دوعا يا تعويذ وشصتونه کوي او پرهېز به راکوي، خو امام صاحب د هغه د تمې خلاف کار وکړ او ورته يې وويل چې :
((دا کار خو تاسې مخکې هم کولای شو، نو ولې هغه ورځ ونه کړ او زه مو بيرته ولېږم؟)).
امام صاحب مبارک ورته وويل :
ما خپله پر هغه ورځ ګوړه خوړلې وه، نو ما به څنګه ماشوم ته ويلی وای چې ګوړه مه خوره، نو ځکه مې تا ته وويل چې ((اوس ولاړ شه او درې ورځې روسته يې بيا راوله)).
نو ما دا درې ورځې پرهېز وکړ، نو اوس مې دا دی ماشوم ته وويل چې ((بچو، بيا ګوړه مه خوره!))، نو هغه ومنله او ويې ويل چې ((بيا به نه خورم)).
جوماتونه نړول او لمونځ کوونکي وژل نااسلامي کړنې دي
زموږ دنده بلنه او رسونه او د خلکو د هوساينې لپاره خدمت دی، نه د خلکو وژنه او نه د جوماتونو نړول. نه پېغمبر داسې جهاد کړی، نه راشده خليفه ګانو او نه الله تعالی چا ته داسې لارښوونه کړې
حرام مال / د حرامو خوړل او مکري اعمال :
1) Hajjaj ibn yousuf feared the dua of ulemas against him so once he invited them for dinner and gave them food from haram earning and then said to himself “now I do not have to fear from their dua’s against me”.
2) Hajjaj ibn yousuf once saw a blind man doing tawaf, the blind man was supplicating to Allah SWT for cure of his blindness, Hajjaj ibn yousuf asked him how many circles did you perform? the blind man said 4 circles.
hajjaj ibn yousuf said if your eyes are not cured by the end of tawaf I will behead you, the blind man in fear of his life now started supplicating to Allah with humility and from his heart and by the end of tawaf his eyes were cured by Allah SWT.
Moral: Don’t just make dua’s as if your reading something rather call to Allah SWT with humility and your heart.
فأين هذا وأين ما يجري اليوم في زماننا؟ الحجاج كان يقتل من يتخلف عن الجهاد، واليوم يُقتل من يدعوا للجهاد! الحجاج كان أفصح الناس، وكان حريصاً على اللغة العربية لذلك عرّب الدواوين، واليوم بعض الحكام لا يستطيع أن يقرأ صفحة من ورقة مشكّلة! الحجاج فتح البلاد الواسعة، وبعض الحكام اليوم يبيعها للكفار. الحجاج كان يقرئ القرآن كل ثلاث ليالٍ، وهو الذي أمر بتشكيله وحفظه، فيما يُحارب اليوم من يُعلمه في بعض بلاد المسلمين. الحجاج مات ولم يترك إلا 300 درهم، وبعض حكامنا يملكون مليارات الدولارات. بل هم أغنى أغنياء العالم بتقرير فوربس. الحجاج ما تلتطخ اسمه قط بالفروج والخمور، وأما في عصرنا … الله المستعان. ثم تقول حالنا اليوم أفضل؟ لقد هزلت حتى بان هزالها.
حجاج د يوسف الثقفي زوی به د علماو له ښېراو نه وېرېده. يوه ورځ يا يو ځلې يې دوی ته ماښامنۍ له حرام مال نه تياره کړه او پرې ويې خوړه او له ځان سره يې وويل ((نور د دوی له ښېراو نه وېرېږم)). کله چې مړ کېده ټوله پانګه يې درې سوه 300 روپۍ وې، خو نن زموږ د جهاديانو او طالبانو حال ګوره چې خلک د غربت له لاسه په کلونو واده نه شي کولی، خو ځينې بيا په زندان کې دويم واده کوي.
خو زه بيا له داسې کاذبو شعارونو او تخلصونو سره ناباندی يم او دا ځکه چې يو ځل څوک په استخباراتو کې ولوبېده، نو هغه کې بيا هېڅ ډول تقوی نه پاتې کيږي. هغوی بيا نه شرعي تقوی لري، نه سياسي او نه اخلاقي تقوی. د اسلامي لاسوندونو پر بنسټ خو شيطان په روژه کې تړل کيږي، خو زموږ شيطان بيا د پنجاب د ګټو لپاره راخلاص او خپله هم راڅخه ابليسان وشيطانان جوړ شي او د ولس وينې تويول راته ثواب ښکاري.
له موږ خو حجاج بن يوسف هم ښه وو. هغه که ظالم وو، خو حرامخور نه وو. موږ جهاد کوو، خو سرچينې مو روښانه نه دي. په نارڼو سرچينو او د نورو په وسله د خپل ولس وينې په داسې بېرحمه توګه وبهولې چې د وخت ولسمشر يې په خپل کتاب ((د اور پر ليکه)) کې داسې ليکلي :
کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د سېپټېمبر پېښه وشوه، نو زه د کراچۍ په قول اردو کې وم چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير کولن پاول راته زنګ ووهلو او ويې ويل :
يا له موږ سره شه او يا زموږ له دښمنانو سره؟
پروېز مشرف وړاندې ليکلي چې زما لپاره دا ډېره سخته وه چې طالبان له ځانه خپه کړم، خو تر هغه زياته ډېره سخته دا وه چې يو کمزوری پاکستان دې د نړۍ له يو زبرځواک سره مخامخ شي. نو پرېکړه مې وکړه چې له طالبانو سره يارانه پرې کړم او د امريکايي ائتلاف برخه وګرځو. ځکه چې د پاکستان ملي ګټو همدا ايجابوله.
هغه د خپل کتاب په يوه بله برخه کې دا ليکلي چې کله امريکا غوښتل پر افغانستان د طالبانو د حکومت د پرځولو لپاره بريد وکړي. له موږ څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له موږ څخه يې اووه (۷) غوښتنې وکړې چې يو له هغې نه په پاکستان کې د طالب مشرانو دوی ته سپارل وو.
مشرف وايی موږ د هغوی غوښتنه ومنله او څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) لوړپوړي (جګپوړي) او ټيټپوړي طالبان مو امريکا ته وسپارل چې د هغې په بدل کې يې موږ [پاکستان] ته ډېر ډالر ورکړل.
هغه وايی کله چې مو د ناټو او امريکا ګډو ځواکونو ته خپلې نظامي هډې ورکړې او همدارنګه د افغانستان يو شمېر مهمې برخې مو ورته وښوولې تر څو له دې هډو پر افغانستان بريدونه وکړي او هر ځای په اسانه په نښه کړي.
مشرف وايی امريکا پينځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) حملې زموږ له خاورې څخه پر افغانستان وکړې.
مشرف وايی موږ ته د افغانانو وينې نه، بلکې خپل هېواد ارزښت درولود. موږ ته خپلو ګټو لومړيتوب درلود. افغانان خو موږ د دې لپاره وځورول او يو له بل سره مو د دې لپاره وجنګول چې ترڅو پاکستان ارام او باثباته اوسي.
مشرف زياتوي افغانان مو داسې وځورول چې هر چا به د حورو او جنت په فکر هر څه کولو ته چمتو ول. يو بل به يې ښه په شوق سره وژل، خو موږ ته د پاکستان بقا ارزښتمنه وه. هغه وايی : موږ په دې باور وو چې امريکا به د پاکستان دا مرسته هېڅکله هېره نه کړي. هغه وايی امريکا غوښتل افغانستان کې د ځان ساتلو لپاره د شورای نظار او په خاصه توګه د دوستم او خليلي ځواکونه په پيسو واخلي او اکمال يې کړي. ترڅو راتلونکې کې د بل چا لاس ته ونه لويږي او د دوی پر ضد استعمال نه شي.
مشرف وايی موږ هم له امريکا سره په دې کار کې راضي (خوښ) وو او ځينې نورې ډلې د حزب اسلامي په ګډون چې زموږ هر امر او غوښتنې ته تابع ول له امريکا سره مو مخ کړل.
هغه وايی بدبختانه چې د افغانستان ځينې روشنفکره افغانانو امريکا ته مشوره ورکړه چې افغانستان ملېشه ځواکونو ته نه، بلکې پوځ ته اړتيا لري. نو هماغه وو چې زموږ په لاس د افغانستان د ړنګول شوې اردو په جوړېدو بيا کار پيل شو چې د افغانستان ځينې منصبداران د پخوا په پرتله په ډېر زيات شوق د اردو يې ملي، امنيت يې ملي او ځانګړو ځواکونو ته د خدمت په موخه راودانګل.
مشرف وايی ما هماغه وخت د امريکا ولسمشر بُش ته ليک واستولو چې امريکا بايد په افغانستان کې ملي اردو او ځانګړي ځواکونه جوړ نه کړي. ځکه موږ له افغانستان سره يو شمېر ستونزې لرو او هلته د پوځ جوړول پاکستان ته د خطر په مانا ده. هغه وايی زموږ د تمې خلاف په افغانستان کې ملي اردو ته هره ورځ زرګونه ځوانان ورتلل. هغه وايی موږ د امريکا لپاره پخپل لاس جوړه شوې ترهګره ډله طالبان خپه کړل، خو امريکا زموږ د غوښتنو خلاف افغانستان کې داسې پوځ جوړ کړ چې پاکستان ته هم کمه نه وايی او د امريکا په کيسه کې هم نه ده.
حکومت يې چا پرځولی او راايسار کړي يي څوک دي؟
دومره وړانده او ابله خو د مځکې پر مخ هېڅ نه دي تېر شوي، لکه طالبان چې دي.
هماغه خبره ده چې :
((پر تا مې زور نه رسي مړ به دې پلار کړم)).
پنجاب ته يې ملا ماته ده، خو خپل ولس ته شنه زمريان دي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
طالبان: نړۍ دې پر فلسطیني مسلمانانو د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي – نن ټکی اسیا (nunn.asia)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.