طالبانو د هلمند کندهار لویې لارې په اوږدو کې بمونه ځای پر ځای کړی او یاده لار یې د مسافرو پر مخ تړلې ده.
ځايي سرچینو ویلي، چې طالبانو له نن سهار راهیسي د هلمندـ کندهار پر لویه لار د ماینونو خښول شروع کړي او مسافر یې هم له تګ راتګ منع کړي دي.
په ورته مهال بیا د هلمند امنیه قومنداني مسؤلین وايي، چې اوس مهال افغان ځواکونو طالبان له یادې لارې تېښتې ته اړ کړي؛ خو د بمونو شنډول وخت ته اړتیا لري او افغان ځواکونو هڅې پیل کړي، ترڅو د طالبانو له لوري اېښودل شوي ماینونه شنډ او لار د مسافرو پر مخ پرانیزي.
باید یاده شي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان پر لویو لارو کې ماینونه خښوي؛ بلکې یادې ډلې تر دې وړاندې هم په لویو لارو کې ګڼ شمېر ماینونه ځای پرځای کړي وو، چې اکثره قربانیان یې ملکي وګړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.