د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په کابل کې د بې اسنادو موټرونو د ګمرک او محصول له لارې تر اوسه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانۍ ډېرعواید د دولت خزانې ته راغلي دي.
امرالله صالح پر خپل فسبوک پاڼه کې ليکلي چې دا معلومات يې د مالیي وزارت څخه اخېستی او تر اوسه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانیو ډېر عواید د بې اسنادو موټرونو د محصول له کبله د دولت خزانې ته راغلي دي. د افغان ولسمشر لومړی مرستیال همداراز ویلي، چې تر اوسه بې اسنادو موټرونو ته د اسنادو د توزیع لایحه نده بشپړه شوې؛ خو په وینايې د روانې اونې تر پایه پورې به دغه لایحه بشپړه شي.
د بې اسنادو موټرونو د ثبت له کبله په داسې حال کې د افغان دولت بودیجه کې زياتوالی راځي چې په تازه حال کې د ولسمشر غني په مشرۍ د عوايدو عالي شورا هم جوړه شوې او هدف يې دادی چې د افغانستان ملي عواید خوندي او زيات شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320