له سولې وروسته طالبان په بل نوم جګړه کوي

نوید احمد څرک

0 778

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیاء سراج چې مشرانو جرګې ته یې نن مالومات ورکول، په خپلو خبرو کې اندیښنه وښوده، که د سولې پروسه بریالۍ هم شي، امکان شته چې طالبان په یو بل نوم باندې جګړې ته دوام ورکړي.

هغه ځینې مالومات له مشرانو جرګې سره شریک کړل چې ښيي طالبان له سولې وروسته دا اراده نه لري چې په مکمل ډول سولې پروسې سره یو ځای شي او د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

دا انديښنه وروسته له هغې ښودل کیږي چې د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو وضعیت ورځ تر بلې لوړیږي، ځینې له امریکا سره هوکړه باندې راضي نه دي او ځینې نور بیا له افغان حکومت سره خبرو باندې ملاحظات لري.

له همدې کبله ځینو ډلو جګړې کې شدت راوستی، ځینو نورو هدفي وژني پيل کړي او ځینې نور د فتحې خوبونه ګوري چې کابل ته باید په فاتحانه انداز دننه شي.

د ملي امنیت د ریاست  د مالومات په اساس ، وروستۍ هدفي وژني طالبان کوي او د دې لپاره یې ځانګړې ډله جوړه کړې ده.

د ملي امنیت عمومي رییس مشرانو جرګې ته وویل چې وروستۍ هدفي وژنې او مقناطیسي مایونونه چې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي دعبیده کاروان په نوم دطالبانو دهغې ډلې کار دی چې دامریکا سره دسولې له هوکړې وروسته یې په لوګر کې رامنځ ته کړې .

د عبیده په نوم ډلې لوګر کې څو ناستې کړي او مسوولو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې ښارونو کې دې هدفي وژني او مقناطیسي بمونو چاودنې زیاتې کړي، دا ډله د طالبانو د سیاسي ډلې له لیدلوري سره مخالف روانه ده او سیاسي ډلې سره یې سخت اختلاف راپورته شوي دي.

د امنیت د مالومات له مخې، طالبانو ۱۸۲۰۰ بریدونه په نهه میاشتو کې کړي چې ۹۹ سلنه مسوول طالبان دي، د دې بریدونو اکثریت قربانیان ملکي وګړي او یا ملکي مامورین دي چې د طالبانو په بریدونو کې قرباني شوي دي.

طالبان اوس مهال د یوې داسې ستراتيژۍ په تطبیق بوخت دي چې یواځې شور جوړ کړي، وضعیت خراب کړي، دا چې څوک وژل کیږي او ولې وژل کیږي، د طالبانو لپاره توپير نه کوي، یواځې دا چې زیات خلک شور جوړ کړي او د حکومت حاکمیت او مدیریت تر سوال لاندې راشي.

په دې موده کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم لاس تر زنې نه دي ناست شوي.

 همدې موده کې ۳۶۰۰ کسان د ترهګریزو کړنو په تړاو نیول شوي دي.

دا چې طالبانو په مخامخ جګړو کې ماتې منلې، اوس ماین چاودنې او چریکي بریدونه کوي او د دې بریدونو لپاره د ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply