حامد مير ته يوه يادونه

0 1,060

حامد مير ته يوه يادونه :

اشرف غني دوه ګونې لوبه، بلکې مقابل اړخ يې کوي

هغه پوځي واکمن چې ستا او د شهيدې بي بي په مغزو کې يې مرمۍ سړې کړې هغه د مشر لالا رحم ته په تمه د عربو په غېږ کې پروت دی

افغانان دوه ګوني نه، بلکې سيده خلک دي ان تر دې چې له بي بي سره د نيويارک له سفره راوګرځېدې د بابر په سپارښتنه ملا محمد عمر سيده له اسامه سره مخ کړې، خو څه يې درته ونه ويل. حال دا چې هماغه بابر لعنتي ملا محمر ته څه ويلي وو؟ او څنګه يې ځواب کړی وو، له اسنفديار ولي هم يوځلې وپوښته

سيد حسين پاچا

ښاغلی حامد چې د خپلو لسو تنو پوځيانو پړه پر افغان مشر وراچوي ولې د خپلې اتلس کلنې ناروا تپل شوې جګړې پړه پر خپلو رياستي چارواکيو نه وراچوي چې پخپله او شهيده بي بي يې هم له لاسه ځورول او وژل شوې ده او د څېړنو پروسه يې هم مخته نه وړل کيږي؟

حامد مير د خپلې دغې لعنتې جګړې چې طالب لوړ پوړي چارواکي يې هم د دوی د رياست له لورې د دوی په غوجلو کې ربړول شوي، وژل شوي، پلورل شوي، په ډرون په نښه شوي او ان تر معتصم اغا پورې د سر په مغزو کې ګولې يې ورته سړې شوي چې له وژلو وروسته مړي يې په کنډوالو کې غورځول شوي. د بېلګې په توګه :

  • د طالبانو د وخت د دفاع وزير ملا عبيدالله اخوند چې د کراچۍ په کومه غوجله کې ربړول شوی وو او د ربړولو په جريان کې مړ شوی وو او مړی يې په کراچۍ کې ښخ شوی وو چې بي بي سي راښکاره کړ او روښانه شوه چې مړ شوی دی.
  • ملا عبدالغني بردار يې اته نيم کاله پخپله غوجله کې وساته.
  • له مولوي عبدالسلام ضعيف او نورو سره يې څه وکړل؟
  • ملا اختر محمد منصور سره څه وشول؟ او نن يې بيا ولې رسوايي ته راويست؟
  • او داسې نورې نارواوې درواخله.

همدا نن طالب د چا په نغوته مرګونې حملې زياتې کړي او جګړه ولې سخته شوې ده؟

ښاغلی حامد مير دې دا او دېته ورته پېښې روښانه کړي چې دا د چا دوه ګونې لوبه ده؟

  • د افغان مشر محمد اشرفغني؟
  • او که د حامد د رياست؟

ښاغلی حامد خو د بوټو او د لياقت علي د کورنيو غوندې خپل ځان هم له خپل رياسته نه شي ګټلی او لا زياتی ورته د رياست وياند اصف غفور ته د پوښتنې کولو په وخت کې لومړی ترې مننه کوي او بيا پوښتنه کوي، نو دوه ګونې لوبه له موږ او ده او له خپل ولس سره څوک کوي؟

همدا اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ سره څه روان دي؟

ايا دا دوه ګونې لوبه نه ده؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

حامد مير: محمد اشرف غني د پاکستان سره دوه ګونې لوبه کوي

https://rohi.af/fullstory.php?id=78867

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply