سلمان ‌خان څه شی کوي؟

0 1,001

د بالیووډ سېنما سوپر سټار او مشهور ممثل سلمان ‌خان د بهارت په نوم تر کامیابه فلم وروسته نن سبا د خپل «دبنګ۳» فلم په جوړولو بوخت دی، خو په دې بسنه نه ‌کوي او وايي، د «بلبل میرج هال» په نوم د یو بل فلم د جوړولو لپاره هم چمتوالی نیسي.
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، سلمان‌خان په دې فلم د ټولنې د بېلابېلو مسایلو په اړه بحث کوي او کیسه یې داسې ده چې په دې فلم کې دوه وروڼه په ډهلي کې د واده تالار لري او د دې کاروبار پر مهال ورته یو لړ ستونزې پیدا کېږي.
سرچینې زیاتوي، د نوي فلم په کیسې لیکلو پیل شوی دی او ډېر ګومان داسې دی چې د «دبنګ۳» تر ریلیز کېدو په پورې به بشپړ شي، خو د «بنګ۳» فلم به د روان مېلادي کال تر پایه پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې شي.
یاده دې وي چې د تېر اختر په ورځ د «بهارت» په نوم د سلمان خان فلم تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې ۳۱۵ کروړه هندۍ کلدارې ګټلې او تر دې دمه د ۲۰۱۹ مېلادي کال تر ټولو بریالی فلم ګڼل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply