هند د جیش محمد مشر په بريد کې وژلی؟

0 769

ژباړه؛ شاکر حلیم
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر داسې ناجوړه دی چې له کوره نه‌شې وتلای. د رسنیو راپورونو هم ویلې دې چې د ګردو «بډوډو» د کار نه کولو له امله اظهر د راولپېنډۍ په یوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. جالبه دا ده چې د قریشې څرګندونې او د رسنیو خبرونه وروسته له هغه راځي چې هند پر بالاکوټ هوايي برید وکړ او داسې ښکاري چې د جیش محمد مشر له منځه تللی وي.
یو لوړپوړی پاکستانی چارواکی وايي چې مسعود اظهر تر درملنې لاندې دی او وضعیت يې ډېر خراب دی. سربېره پردې، هغه د فبروري د ۲۶مه نېټه برید وروسته بیا چا نه دی لیدلی. اوس پوښتنه دا ده چې ایا هغه رښتیا د «ابدیت په خوب» ویده شوی او که هغه لا اوس هم په روغتون کې دی. خو جوتېږي چې پاکستان د هغه د مړینې په هکله دروغ وايي.
هيڅ شک نهشته چې د جیش محمد ډلې مشر په هوايي برید کې لګېدلی او دا خبره د فبروري په ۲۸مه نېټه د هغه د ورور مولانا عمار له څرګندونو هم جوتېږي چې په پېښور کې یې د لاریون پر مهال کولې. هغه لاریون کوونکو ته وویل چې د پاکستاني پوځ یا ای‌اس ای مرکزونه بمبار شوي نه دي، بلکې د دوی هغه روزن‌ځایونه بمبار شوې چې دوی به د کشمیر د جهاد لپاره جګړه ماران پکې روزل. هغه زیاته کړه چې په دې برید سره هند تضمین کړه چې جهاد به بیا پیل کېږي او تر هغه به نه درېږي چې کشمیر ترلاسه شوی نه وي.
هېره دې نه وي چې ترهګري د پاکستاني اقتصاد او ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده. ترهګري په پاکستان کې د ډوډۍ او کتغ یوازینۍ سرچینه ده. د پاکستان اقتصاد تر ډېره پر هغو بهرنیو بسپنو ولاړ دی چې په هغه هېواد کې له ترهګرو ډلو سره ترسره کېږي. پاکستان د مسعود اظهر مړینه نه ښکاروي، ځکه که هغوی دا کار وکړي بیا به هغه مرسته ودرېږي چې ده ته به راتله.
جیش محمد ډله د هند، امریکا، روسیې، متحده عربي اماراتو او ملګرو ملتونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په حيث پېژندل کېږي.
نړۍ پوهېږي چې پاکستانی پوځ ترهګري سپانسر کوي. دوی اسامه بن لادن او ملا عمر وساتل او حافظ سعید او مسعود اظهر يې د هند پر وړاندې د خپلې نیابتي جګړې لپاره وکارول. پاکستانی لومړی وزیر د پاکستاني ترهګر پوځ له یوه لاسپوڅي پرته بل څه نه دی. د پاکستان ځورېدلی ملت باید د دې هېواد د دولت پر وړاندې مظاهرې وکړي او پر حکومت دې فشار راوړی څو د ترهګري پر وړاندې اقدام وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply