ستا نوم
له یو ځای وروسته
راتلونکي کې
نور ستا د شتون اړتیا
نه لېدل کېده
سهارونه
بې له دې چې څوک څه ووایي
له پخوا لا سوړ پیل کېدل
او شپه
د کټ پر تش لور
ورو ورو راټولېدله
ستا نوم لا هم
زما په خوله
تریخ خوند درلود
خو زړه
ښه…