تړلې دروازه (لنډه کیسه) / حیات ژوند
دومره مې په یاد دي، چې په وروستي ځل مې پښې وترپېدې. پښې مې سړې شوې وې او لاسونو مې هم د بدن د نورو غړیو د عضلو په څېر ترپکې وهلې. له هرې حجرې ساه وتله. د شا پر تخته مې تړمې وینې راروانې وې. دغو وینو خوند راکاوه، ځکه د تن د سړښت لامل مې په…