له اسلاماباد سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ترینګلتیا له کبله افغانستان شمالي ګاوندیانو سره راشه درشه پراخه کړه. کابل له نږدې ۳ لسیزو وروسته په لومړي ځل تاشکند ته دومره ځان نږدې بولي. افغانستان اوس د حیرتان بندر له لارې د خپلې اړتیا ډېر واردات تر سره کوي او غواړي چې د خپلو صادراتو لویه برخه هم د شمالي ګاونډیانو له لارې تر سره کړي.
د دغو دوو ګاونډیانو تر منځ په پرانیستل شوي فصل کې د هرې ورځې په تېرېدو پراختیا راځي. دا د تاشکند او کابل تر منځ د اړیکو داسې پیل دی چې د منځنۍ اسیا دغه شمتن هېواد یې تر خپله ازادي وروسته په لومړي ځل له افغانستانه د وېرې پر ځای د غوړېدو په لټه کې دی. کابل اوس نږدې هره میاشت د ازبیک چارواکیو کوربه وي او هڅې کوي چې افغان بازارونو ته نه یوازې خپله انرژي ورسوي، بلکې د سویلي اسیا له بازارونو سره راکړه ورکړه پیل کړي.
سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاري تړونونو هره برخه را نغاړلې، خو اصلي پام یې پر اقتصادي راکړو ورکړو راټول دی. په منځنۍ اسیا کې ازبکستان د انرژي او کرنیزو محصولاتو له اړخه د سیمې مهم هېواد دی. څو پېړۍ وړاندې د سمرقند، ترمذ او بخارا پنبه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېده. د شوروي استعمار لپاره همدغه هېواد سویلي اسیا ته د ورسېدو دروازه بلل کېده چې د دوستي په نوم پل یې له افغانستان سره اوس د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا تر منځ د رښتینې دوستۍ مهمه دروازه بلل کېږي. ازبکستان تر حیرتان دې خوا د افغانستان د خاورې له لارې ایران ته د ور رسېدو په موخه د هرات خوا ته د اورګاډي پټلۍ جوړوي چې څه باندې ۶۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري.
د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل شمال له لوېدیځ سره د اوسپنې د داسې کرښې په مټ وصلېدو کار پیل شوی چې د دغو جنګځپلو سیمو او په ټوله کې د افغانستان اقتصادي څېرې ته به هراړخیز بدلون ورکړي. په داسې حال کې چې د افغانستان د حلقوي سړک د بشپړېدو ارمان لا په شمال لوېدیځ بادغیس کې نه دی پوره شوی، خو د دغې پټلۍ په جوړېدو سره به د افغانستان په شمال کې د ټرانسپورټي سیسټم او شبکو پراخول او د سیمې د ټولو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ چاره پراخه شي.
دغې پروژې کې د ایران او چین لېوالتیا هم زیاته او دغلته ترکمنستان هم د اورګاډي په پټلۍ کې د پانګونې لېواله دی او هیله لري چې له تاجکستان او چین سره خپله راکړه ورکړه له دې لارې پراخه کړي. افغانستان غواړي چې چین د هرات د مرمرو ډبرې د ازبکستان له لارې په همدې جوړېدونکې ریل پټلۍ ولېږدوي او د نویو اړیکو د پراختیا له برکته به افغان سوداګر د ازبکستان له لارې چین او له هغه ځایه افغانستان ته د توکيو مخامخ صادرول او واردول زیات کړي.
وړاندې افغان سوداګرو شکایت کاوه چې ازبک چارواکي له نورو هېوادونو «چین، قزاقستان او روسیې» د دوی د توکيو د وړلو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې له کبله یې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان همکاري ته زیان رسېږي. افغانستان له تېرو څو کلونو را هیسې خپل ۷۰ په سلو کې تېل او ګاز د ازبکستان له لارې واردوي چې د نویو همکاریو په پراختیا سره به په دغه برخه کې ژور مثبت بدلون را منځ ته شي. نفت د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره د ژوند وینه بلل کېږي.
په دې سربېره تاشکند کابل ته د سلګونه میګاواټه نورې برېښنا د رسولو یوه لویه پروژه عملي کوي. د ازبکستان له سرخانه د افغانستان تر پلخمري ښارګوټي د برېښنا د مزي د غځولو پروژه به تر۳۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا د افغانستان سویلي ولایتونو ته ولېږدوي. د ۵۰۰ کیلو ولټاژ لېږدونکی برېښنا دغه لین د ټوټاپ د برېښنا لېږد پروژې برخه ده چې د منځنۍ اسیا له ازبیکستان او ترکمنستانه د افغانستان پلازمېنې او سویل ته د انرژي «برېښنا» لېږدولو لپاره عملي کېږي. د دې پروژې دویم پړاو له بغلانه کابل ته د برېښنا لین غځول دي چې افغان حکومت هڅه کوي د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې یې د اوسنۍ برېښنا لین په خوا کې چارې بشپړې کړي.
د افغانستان وروسته پاتې سویلي ولایتونو ته له ازبکستانه د راتلونکې برېښنا رسېدو چارې په بشپړېدو دي او له کابله تر نږدې کندهار او له پلازمېنې تر پکتیا او خوسته یې لینونه او ستنې درول شوي دي.
په داسې حال کې چې د برېښنا د کموالي له کبله افغان پلازمېنه کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزې زیاتېږي، خو په ۲۰۱۹ او شلمو کلونو کې د ازبکستان او بیا ترکمنستان د برېښنا په رارسېدو سره به د افغانستان د شاوخوا لسو داسې ولایتونو ولسونو ته کورونه ور روښانه شي.
افغانستان تمه کوي چې د ازبکستان په دغې برېښنا سره به یې په سویلي ولایتونو کې اقتصاد او فابریکې وغوړېږي او سلګونه زرو خلکو ته به کار روزګار برابر شي. د افغانستان سویلي سیمې په ناامنۍ سربېره له اقتصادي اړخه له ننګونو سره مخامخ دی او تمه ده چې د برېښنا په ور رسېدو به دغلته ژوند نوی رنګ خپل کړي.
د ولسمشر اشرف غني او د هغه د ازبیک سیال شوکت میرضیایوف تر منځ تودو اړیکو په سیمه کې د اقتصادي غوړېدا څرکونه را برسېره کړي دي.
حیراتان د افغانستان لپاره په داسې بندر بدلېدونکی دی چې تمه کېږي په ۲۰۱۹ کال کې د دغه هېواد شاوخوا نیمايي راکړه ورکړه له دې لارې تر سره شي. دغه بندره یوازې د افغانستان او ازبکستان تر منځ پروت دی، بلکې د قزاقستان، چین، روسیې او قرغیزستان هېوادونو سره یې هم د کابل راکړې ورکړې ته سینه غوړولې. په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان او افغانستان تر منځ راکړه ورکړه نږدې ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده، خو دواړه غاړې وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې تجارت درې برابره شوی او تمه ده چې په راتلونکي کال کې تر دوه میلیارد ډالرو او درې کاله وروسته څو میلیارډه ډالرو ته لوړ شي.
په کابل کې سوداګر او پانګوال وايي چې که د تاشکند او کابل تر منځ اړیکې پراخې شي، د دواړو هېوادونو تر منځ مخامخ تجارت ډېر ژر تر ۵ میلیارډ ډالرو رسېدای شي. افغان چارواکي وايي چې ازبکستان د انرژي، کرنۍ او ټرانسپورټ په برخو کې ښه تجربه لري او په افغانستان کې د دغه هېواد د پانګونې لپاره ډېرې زمینې برابرې دي.
افغانستان له ازبکستان سره ۱۳۷ کیلو متره ګډه پوله لري او د شوري له دړې وړې کېدو وروسته په ۱۹۹۱ کې افغانستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د ازبکستان ازادي یې په رسمیت وپېژنده. اوس ازبکستان غواړي چې د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته ځان ورسوي او امریکا له حضوره په ګټې اخیستو کور دننه بهرنۍ پانګونه ورجلب کړي. د همدې هیلو په منځ منځ کې ازبیک ولسمشر له امریکا سره د څه باندې ۱۲میلیارډه ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې تړونونه لاسلیک کړل چې د واشنګټن او تاشکند تر منځ بېسارې بلل کېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320