ریاست د نوي اداري تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه
نن په لغمان کې د نېږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان د سرې میاشتې ریاست لپاره د نوي اداري تعمیر د بنسټ ډبره د لغمان والي عبدالجبار نعیمي لخوا په داسې حال کې کېښودل شوه چې په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست سرپرست ډاکټر ویس اکرم، په ختیځ زون کې د سرې میاشتې رئیس محمد اقبال سعید، د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز، مسؤلینو، مشرانو،دیني علماؤ،میرمنو او ځوانو رضاکارانو په کې هم برخه لرله.
د سرې میاشتې ریاست دغه ودانۍ چې مالي لګښت يې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا ورکول کیږي په یوه کال کې به د قرار داد سره سم په دوه پوړونو کې د 10 دفتری خونو ، یو سالون، اوبو رسولو سیستم ،دوه اشپزخانو، 6 بابه عصری تشنابونو، دبرق او کانالیزاسیون د مکمل سیستم، دصحی اوبو د څاه ، احاطوی دیوال او د نورو ضروري ملحقاتو په لرلو سره ودانه شي.
لغمان والي د سرې میاشتې ریاست لپآره د نوي جوړیدونکي تعمیر د بنسټ ډبرې د اېښودلو پرمهال د دغه ولایت خلکو ته مبارکي ورکړه او یاده يې کړه چې د لغمان ولایت د هر کلي او بانډې د پرمختګ لپاره ځانګړې پلانونه لري چې په تطبیق سره به يې پراخې ستونزې حل او د خلکو په ژوند کې به د پرمختګونو نوي بابونه پرانستل شي.
ښاغلي د سرې میاشتې بې طرفي او په چارو کې د اړوند ادارو سره د هغوی هر اړخیزه همغږي وستایله او له راغلې رهبرۍ یې غوښتنه وکړه چې په لغمان کې د خپلو پروګرامونو او برنامو لمن نوره هم پراخه کړي.
لغمان والي په خپلو خبرو کې د لغمان د پوهنې، پوهنتون او دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته دنده وسپارله څو د افغاني سرې میاشتې په اړه پراخه عامه پوهاوی وکړي او د دې ولایت شتمن خلک دې ته وهڅوي، چې له دغه خیریه بنسټ سره د غریبو د لاسنیوي او بشري مرستو ته د رسیده ګۍ په برخو کې پراخه همکاري وکړي.
عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا په پای کې یو ځلې بیا په کابل کې د پروني خونړي برید پر غندنې سربېره په خلکو غږ وکړ چې د ملي یووالي د ټېنګښت، د اسلامي او ملي ګټو او ارزښتونو د ساتنې، د امنیت او ثبات په راوستو او دغه راز د پرمختګ په چارو کې د خپل نظام او د ملي وسلوالو ځواکونو ملا ور وتړي او د دې خاورې د دښمنانو شومې دسیسې ور شنډې کړي.
وروسته د افغاني سري میاشتې عمومي ریاست سرپرست ډاکټر ویس اکرم بیا د نوي جوړیدونکي اداري تعمیر په جوړیدو د خوښۍ په څرګندولو سربېره د یادې ادارې په فعالیتونو رڼا واچوله او د لغمان والي څخه یې مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د سرې میاشتې د ریاست سره تر دې دمه د هر اړخیزه همکاریو لړۍ جاري ساتلې.
غونډې ته په لغمان کې د سرې میاشتې رئیس ډاکټر عبدالغفار رسولي هم خبرې وکړي، د نوي تعمیر په جوړیدو يې خوښي وښوده او یاده يې کړه چې د دغه تعمیر په جوړیدو سره به ددوی شته ستونزې حل او پروګرامونه به یې په ښه توګه تنظیم شي.
ورځ : یوه نۍ
نېټه : ۸ / ۱۱ / ۱۳۹۶
پرله پسې شمېره : ۱۶۱۳
اړيکنيونکى : سرحدي ځواک
ګرځنده شمېره :۰۷۸۲۸۲۸۳۲۰/ ۰۷۰۸۰۱۵۲۱۷
برېښناليک :laghman.spokesperson3@gmail.com
***
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320