د اباسین درې تنه وژونکي نن سهار په څرخي پله کې په دار وځړول شول

0 1,017
اباسین چې په ډيره بیرحمۍ ووژل شو

د رارسېدلو راپورنو له مخې هغه درې کسان چې ۱۳ کلن اباسين نومی هلک يې د پيسو په موخه اختطاف او بيا په ډیره بیرحمانه ډول شکنجه او بیا وواژه، نن ورځ د څرخي پل په زندان کې اعدام شول.

په راپورونو کې ويل شوي، چې محمد عارف ولد عبدالله، شاهین ولد اختر گل او دادان لونگ ولد زمری د دریګونو محکمو له لورې مجرم وپېژندل شول او د ولسمشر له فرمان وروسته نن ورځ اعدام شول.

دغه کسان د پکتيا ولايت اوسېدونکي دي، چې لومړۍ يې اباسين نومي ماشوم چې ۱۳ کاله عمر يې درلود اختطاف کړ، د لس ګوته يې ترې غوڅه او وروسته يې ووژلو.

د يادو کسانو د اعدام پروسه که څه هم په عام ډول نه ده تر سره شوي، خو ادعا کيږي، چې نن سهار د ولسمشر د فرمان له توشيح وروسته اعدام شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply