په اوسنیو شرایطو کې خصوصاً د ځینو افرادو او ډلو خپلسریو ته په کتو افغانستان تر بل هر وخت پیاوړي دولت ته زیاته اړتیا لري، خو پیاوړی دولت هغه مهال رامنځته کېږي چې د ټولنې متنفذین، سیاسي احزاب او هغه اقشار چې پر نورو فوق العاده اغېز لري په ګډ لیدلوري د هېواد ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا ته په پام خپل امکانات ، نظریات او تجربې سره شریکې کړي.
سیاسي احزاب، افراد او متنفذین باید تر ټولو لومړی خپلمنځي کمشکونه او اختلافونه یا بېخي له منځه یوسي او که له منځه یې نه وړي، په داسې حد کې یې وساتي چې له امله یې نظام، هېواد او ملي ګټې متضررې نشي، چې له بده مرغه موږ وینو چې ځینې افراد، ډلې او احزاب د نظام، هېواد او ملي ګټو پر وړاندې ودرېږي او دا کار باید له ملي خیانت څخه کم ونه ګڼل شي.
ولې پیاوړي دولت ته اړتیا ده؟ ځواب یې ساده دی، ځکه همدغه پیاوړی دولت دی چې هم موږ تر یو واحد چتر لاندې راټولوي او هم هېواد، نظام او ملي ګټو ته متوجه خطرونه دفعه کوي او هم د پیاوړي دولت پرمهال قانون سل په سلو کې تطبیقېږي او څومره چې د قانون حاکمیت زیات وي، نو همغومره د بې بندوباریو، سرغړونو، غیر قانوني کړنو او د نورو د حقونو د تلف کولو مخه ورسره نیول کېږي.
پیاوړی دولت دېته وایي چې د هېواد په هر ګوټ کې په هر چا له کوم توپیر، وېرې، مصلحت او تبعیض پرته قانون یو ډول تطبیق کړي. د دولت قوت په ډېرو جنګیالیو، جنګي تجهیزاتو، وسلو، ټکنالوژۍ او زیات نفوس کې نه دی، بلکې د قانون حاکمیت د دولت د پیاوړتیا په مانا ده او څومره چې دولتونه د خپلو قوانینو په تطبیق کې زیات برلاسي وي، نو همغومره قوي دي.
په کومو هېوادونو کې چې قوانین یوازې کاغذي کتابونه او کتابچې وي او په عمل کې یې څرک نه لیدل کېږي او یا یې څوک پروا نه لري، نو همدغومره دغه وړ هېوادونه او دولتونه کمزوري وي او په کمزورو هېوادونو او دولتونو کې نه د ستونزو کمی وي، نه د ناامنیو، جنګونو جنایتونو، ځکه هر سړی د خپل سر پاچا وي او چې څنګه یې په چا لاس بر شي، نو همغسې ظلم او جنایت ترسره کوي. ځکه هغوی نه له دولته وېره لري او نه هم له قانونه. هغوی داسې ګڼي چې څوک ورته ما او نا نشي ویلی. زموږ هېواد چې له څلوېښت کالو راهیسې په جنګ او بحران کې دی د قانون تطبیق ته زیات ضرورت لري.
د دې لپاره باید حکومت، مسوولین، علما او نور اقشار ګډ لیدلوري رامنځته کړي، د هغوی ګټې او ښېګڼې خلکو ته بیان کړي او هغوی دېته وهڅوي چې که ګډ حرکت وکړي او په اتفاق سره یو کار ته ملاوتړي، نو باور دی چې ډېر ژر به یې پایله هم ترلاسه کړي، خو که بې اتفاقي او نفاق وي، نو د هیچا ژوند، سر او مال به خوندي نه وي.
موږ چې ډېر عمر مو په بې قانونۍ او کمزورو دولتونو کې تېر شوی، نو د دغه وړ دولتونو په عیبونو او تاوانونو تر نورو زیات پوهېږو، نو له هغه څخه باید عبرت واخلو او د قوي دولت د ایجاد لپاره خپلې هڅې سره شریکې کړو، تر څو د دې په پایله کې د قوي نظام او دولت خاوندان شو، داسې قوي دولت چې د هېواد په هیڅ ګوښه او څنډه کې څوک له قانون څخه سرغړونې ته زړه ښه نه کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320