کله چې په ۱۹۴۸م کال کې اسرایل جوړ شو نو عربو ورسره جګړې پیل کړې. خو هر ځل عربو ماتې خوړله او اسرایل د همدې جګړو په وجه ورو ورو پراخه کیده. تر دې چې په ۱۹۶۷م کال کې ملګرو ملتو ورته یو سرحد وټاکه چې اسرایل تر دې نشي لویدلای. اسرایلو دا سرحد ومانه خو عربو دا سرحد ونه مانه او له اسرایلو سره یې جنګونو ته دوام ورکړ. عربي جنګیالیو چې نه یې زور درلوده او نه عقل د هر ځل جنګ په نتیجه کې خپله نوره ځمکه هم له لاسه ورکوله. تر دې چې یوه زیاته برخه سیمه یې له لاسه ووته. په شروع کې د اسرایلو هیواد ډیری برخه هغه دشتې وې چې عرب پکې نه اوسیدل خو وروسته وروسته یې د عربو ښارونه هم ونیول. اوس فلسطینیان هغه د لمړني اسرایل نه هم ورته تیر دي او وايي د ۱۹۶۷ د ملل متحد سرحدونه دې اسرایل ورسره ومني. خو اسرایل یې نه مني. که فلسطینیانو هغه د شروع اسرایل منلی وو نو نه به اسرایل دومره لوی وای او نه به دا نژدې اویا کاله فلسطینیان لکه مهاجر په نورو هیوادو کې اوسیدای. د یوې ټوټې ځمکې لپاره یې نژدې خپل درې نسله خراب کړل او یوه زیاته برخه ځمکه یې له لاسه ووته. د فکر ځای دا دی چې نن هم یو زیات شمیر فلسطینیان د هماغسې اورپکو ملاتړ کوي د چا په وجه چې فلسطین دې ځای ته راورسید. اسلامي هیوادو ته ډیری وخت مذهبي جنګي ډلو تر بل هر چا ډیر تاوان رسولی.
نن اسرایل په دغه سیمه کې یو پرمختللی اتومي قدرت دی خو فلسطینیان لکه مهاجر په شاوخوا عربي هیوادو کې په کمپو کې ژوند کوي. نن اسرایل د ټول انسانیت لپاره په ساینس او ټکنالوژۍ کې لاسته راوړنې لري خو فلسطینیان په مشکله ځانته ایله ډوډۍ پيدا کړای شي. دا نژدې اویا کاله د میلونونو فلسطینیانو نه علاوه څه پاسه یو ملیارد پاتې مسلمانان هم د اسرایلو تباهي ته ښیراوې کوي خو اسرایل ورځ تر بلې قوي کیږي. تر څو چې فلسطینیان د افراطي مسلمانانو په نقش قدم روان وي هیڅکله به یې هم حالت ښه نشي.
پټه دې نه وي چې د عربو او اسرایلو تر مینځ د ځمکو په سر دښمني زرګونه کاله پخوانۍ ده. افغانان ضرورت نلري چې په پردیو دښمنیانو کې څڼې اړوي. یوازې په دا تیرو ۱۶ کلو کې چې څومره افغانان په ټالیبي وحشت کې وژل شوي دومره فلسطینیان په دا نژدې اویا کاله کې اسرایلو هم نه دي وژلي. لنډه دا چې ستاسې ملاتړ او مرستې ته تر فلسطینیانو ستاسې خپل افغانان ډیر ضرورت لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320