که دبشريت په تاريخ کي د دولتونودجوړېدوراپدې خوا اوترهغه وروسته ددموکراسی داصطلاح پلي کيدو تاريخ ته نظر واچوو، موږ به دنړۍ په يوه هيوادکي داسي ټيټ پوړي چارواکی پيدانکړوچې ددولت پرکړنوداډول گوتنيونه اودولت ته اخطارورکوي.
که ددې سرکښ معلم نور سره دده دبېځايه خبرو محاسبه وسي ،بيا هلته دا ښاغلی وايي موږ درژيم دړنگولو لپاره نه بلکی داصلاح لپاره لاس پکاريو.
پوښتنه داده ،داموږ يعنی تاسوڅوک ياست ؟ ته خوددولت يوعادی ماموریې ؟ اوولي ترقانونی صلاحيت وړاندي خبري کوې ؟ که ته ځان ديوه دولتی داپوزيسيون غړی اويامشربولې،نومهرباني وکړه دولتي دنده پرېږده،داځکه چي ته ددولتی مالي اومادي امکاناتونه په استفادې ددولتی حاکميت پرخلاف راپورته کېږې.
بلې !
پوښتنه داده چې ښاغلی ته څوک يې ؟ اودکوم قانون له مخې ددې ډول څرگندونوحق ځانته ورکوې؟
زما له نظره دې ښاغلوهرڅه ځکه هيرکړې چي سياسي نالوستی دۍ ،دوي په خپلو څرگندونونه پوهېږې ،ځکه داکاغذ يوبل چاپلاس ورکړی اومعلم صاحب یې يوازي لولي.
معلم صاحب دبلخ سرپرست والي،پداسي حال کي چې ديوه ولايت مسوليت یې پرغاړه اودقانون له مخی ولسمشراو راکښته ټولودولتی اداروته مسوليت لري اودهمدې قانون له مخې دهغوي هدايات بايد پلي کړي ،ځان ترټولو لوړبولی.
معلم او انډيوالان یې چې په دولتي انارشی کي يې گټي دي دپردو په لمسون، ان ولسمشرخوپرېږده ددولت دټول سيستم پرخلاف ديوه سرپرست والی په توگه ،گوت څنډنه اواخطارونه ورکوي .
ترټولوجالبه دا ده چې دا سرکښ دولتی ماموروايي : که چېرته حکومت اصلاح نشي؛ نو موږ به د خلکودساتنې اودخلکو د ازادۍ لپآره د هېڅ هیوادکمک رد نکړو. وړه تبصره پروسي .تاندويبپاڼه
دافغانانو پوښتنه له دي دقدرت له ليونۍ نه داده :
خيريت خودۍ ؟چې دومره لوړغورځې ؟
ډيرغټ پروازونه،نۀ کوې؟
دچاپه هدايت داگوت څنډنې کوې ؟
ولې دومره مغروريې ؟
داستا خبري په خپله ددي ښکارندوي دي چې ،د پردې شاته دې افغان دښمنه پرشا ټکوی.
اوپدې خبره دې هم ولس پوه دي چې وايي داړتياپه وخت کي به دهر بهرني هيواد مرسته جلب کړې .موږ پوهېږوچي ولي دا خبره کوې ؟
ستاسوهڅوونکی اوملاتړی ټولو افغانانوته لمرغوندي روښانه دي .
غواړم دا ليکنه پدې ټکو رالنډه کړم :
معلم صاحب اوټوله دشمالي ټلوالي محترمينو!
همدا تاسو واست چي دبې ۵۲ امريکايي الوتکو تروزرولاندي موځغستل اوچغې مو وهلې (( بمبارد کن )) .
همدا تاسودښاغلی کرزی په حاکميت کي ددولت ټولي ادارې پلاس کي لرلې ،هغه وخت ځکه چوپ واست چي ستاسو لپاره دچوراوچپاول هرډول امکانات برابروه ، اوس لکه چې دا امکانات مخ پرلږېدو دي؟
همداتاسودمسلکیاوپروطنمينوکادرونوپهدولتیاداروکيدمقررۍمخهنهنيول؟؟؟
همدا ستاسو په حاکميت کي افغانستان دنړې دوهم په فساد ککړ هيواد اعلان نه سو؟
همدا ستاسو په حاکميت کي داولس دومره وزورېد چي تاريخ یي بېلگه نسي پيداکولاي.
همدا تاسو پر پاکستان اوايران ددي هيواد اوددي ولس ټولي ملي شتمنی او افتخارات ونه وپلورل ؟
دافغان ولس له نظره دا اوسنۍ ټولي ناخوالي ستاسو دپردوپلوه کړنولامل اوپيلامه ده.
کلهبهتاسوديوهافغانپهتوگهپردېملتزړهوخوږوی؟اوترخپلوشخصيگټوبهددېجگړهځپلېهيوادوالودخوښئاوښېرازۍلپارهتيرسی؟؟؟
فکرکوم تاسوددې پرځاي چې سياسي ډلی ټپلي جوړي کړی ،خپله بايد له دي غيرتی ولس نه عفه وغواړۍ اوپرځاي کښېنۍ .
دافغان ولس دبسيا اوهوساژوند په هيله . ومن الله التوفيق
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320