ولې یوې «تالینۍ» ورځپاڼې زرګونه خلک د امان‌الله خان هرکلي ته راوبلل؟

لیکنه او راټولونه: نجیب‌پاڅون

57

ولې یوې «تالینۍ» ورځپاڼې زرګونه خلک د امان‌الله خان هرکلي ته راوبلل؟

Kan være et bilde av tekst

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت، کله چې د غازي امان الله خان نوم بیا د افغانستان د تاریخ په بحثونو کې راژوندی کېږي، د هغه د شخصیت د پېژندلو لپاره یوازې د افغانستان د اصلاحاتو، د درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې او د هغه د اروپايي سفرونو یادول بسنه نه کوي؛ کله ناکله د هغه وخت د نړۍ مطبوعات هم موږ ته د یوه تاریخي شخصیت د نړۍوال اغېز په اړه داسې کیسې راښيي چې په لومړي نظر یې تصور هم ستونزمن وي.

شاه امان الله خان هغه ځوان افغان پاچا و چې په ۱۹۱۹ کال کې یې د افغانستان د بهرني سیاسي استقلال د تثبیت لپاره تاریخي مبارزه وکړه او وروسته یې د یوه نوي، خپلواک او عصري افغانستان د جوړولو هڅې پیل کړې، د هغه اصلاحات او نړۍوال سفرونه د اروپا د مطبوعاتو د پام وړ موضوع وګرځېده، او نوم یې د افغانستان له پولو ډېر هاخوا د نړۍ تر بېلابېلو برخو ورسېد.

له انګریزي ښکېلاک څخه د همدې ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت دا لیکنه د شاه امان الله خان د ژوند له یوه بل، ډېر کم یاد شوي او حیرانوونکي اړخه پرده پورته کوي، هغه چې د ۱۹۲۸ کال د اېستونیا هېواد پلازمینه «تالین» کې هغه ورځ چې پاچا هلته اصلاً نه و؛ خو د هغه د راتګ یوه ورځپاڼیزه ادعا دومره ریښتینې ښکاره شوه چې زرګونه خلک د هغه هرکلي ته د «بالټیک» اورګاډي تمځي ته ورغلل.

دا یوازې د یوې ورځپاڼۍ کیسه نه ده؛ دا د هغه وخت د مطبوعاتو د ځواک، د عامه افکارو د جوړېدو او په اروپا کې د امان الله خان د نوم د اغېز یوه په زړه پورې تاریخي هنداره هم ده.

څکه کله ناکله په تاریخ کې داسې پېښې پیدا کېږي چې رښتیا نه وي؛ خو د خپل وخت د ټولنې، رسنیو او د یوه تاریخي شخصیت د نړۍوال شهرت په اړه ډېر څه وایي.

د ۱۹۲۸ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه، د «اېستونیا» هېواد پلازمینې «تالین» ښار یوې مشهورې ورځپاڼې «پېیوالېهت» د افغانستان مترقي غوښتونکي پاچا، غازي امان الله خان، په اړه داسې خبر خپور کړ چې ګواکې هغه به سبا، د اپرېل په ۲مه، د دې هېواد پلازمینې «تالین» ته راشي.

خبر دومره په باور وړ او له جزئیاتو ډک و چې د تالین په زرګونو شمېر خلک د بالټیک د اورګاډي تمځي ته ورغلل، ځیني حکومتي کسان د هرکلي لپاره چمتو شول، د ګلانو ګېډۍ راوړل شوې، د پارلمان استازي راغلل، د ښوونځیو زدکوونکي یې هرکلي ته راغلل او زرګونو خلکو د اورګاډي راتګ ته شېبې شمېرلې.

خو پاچا امان الله خان له هغه ځایه زرګونه کېلومتره لرې و او د دې پېښې پر مهال د لندن په رسمي سفر بوخت او «تالین» ته یې سفر نه و کړی.

خو نن نږدې یوه پېړۍ وروسته، د دې پېښې ارزښت ډېر لیدل کېږي، دا موږ ته ښيي چې امان الله خان په ۱۹۲۸ کال کې تر کومه حده د نړۍوالو مطبوعاتو او خلکو د پام وړ شخصیت ګرځېدلی وو؟ د هغه نوم دومره مشهور و چې یوې ورځپاڼې کولای شول د هغه په نوم یوه بشپړه خیالي کیسه جوړه کړي او زرګونه خلک یې د رښتیا په توګه واخلي.

Kan være et bilde av tekst

*** ولې د تالین خلک د امان الله خان هرکلي ته راوتلي وو؟

د اېستونیا هېواد د «پېیوالېهت» وتلې او اغېزناکې ورځپاڼې په هغه روایت کې چې وروسته د «یوسف کاتس» له خوا بیا رااخیستل شوی، د ۱۹۲۸ کال د اپرېل د ۲مې سهار د تالین د بالټیک اورګاډي تمځای د زرګونه خلکو له ګڼې ګوڼې ډک ښودل شوی.

خلکو موټرونه پاک کړي وو، ګلان یې راوړل او د پاچا د راتګ انتظار یې کاوه.

Kan være et bilde av tekst

*** د اپرېل لومړۍ نېټه؛ یوه خبرپاڼه څنګه د رښتیا بڼه اخلي؟

د ۱۹۲۸ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه «پېیوالېهت» ورځپاڼې خبر ورکړ، چې امان الله خان خپل اصلي سفر بدل کړی دی.

د ورځپاڼې د ادعا له مخې، پاچا له لندن څخه د سفر لوری بدل کړی او د هالنډ پر لور تللی و؛ بیا یې د «ریګا» او «لینینګراد» له لارې د افغانستان پر لور د ستنېدو پلان جوړ کړی و.

د خبر په یوه برخه کې حتی د «لوفت‌هانزا» الوتکې د ریګا ته د امان الله خان د رسېدو ادعا هم شوې وه.

بیا د خرابې هوا له امله د ریګا ـ لینینګراد الوتنه ناممکنه وبلل شوه او د کیسې له مخې امان الله خان پرېکړه وکړه چې د اورګاډي له لارې له «تالین» څخه تېر شي.

همدا جزئیات هغه څه و چې یوه کیسه یې د عادي خبر پر ځای د یوه بشپړ خبري راپور په څېر ښکاره کړه.

Kan være et bilde av tekst som sier 'PLATNORHN3 BS'

*** تالین ښار د یوه پاچا لپاره چمتو کېږي

د ورځپاڼې د کیسې له مخې، د اېستونیا حکومت هم د پاچا د لنډ تم کېدو لپاره چمتووالی نیولی و.

ویل شوي وو چې امان الله خان به له تمځي څخه په یوه تړلي موټر کې هوايي ډګر ته انتقالېږي او له هغه ځایه به یې د استونیا پوځي الوتکه لینینګراد ته ورسوي.

چې وروسته بیا به شوروي پیلوټان هغه له لینینګراد څخه تر کابله پورې ورسوي.

یعنې یوه خبرپاڼه داسې جوړه شوې وه لکه د یوه ریښتیني شاهي سفر بشپړ رسمي پروګرام.

Kan være et bilde av tog og jernbane

*** د خلکو ګڼه ګوڼه او پاچا ته انتظار

کله چې د امانالله خان د راتګ وخت رانږدې شو، د کیسې له مخې د «تالین» په تمځي کې دومره خلک راټول شوي و، چې هلته هیڅ ځای نه موندل کېده.

د اېستونیایي ارشیفونو له مخې د تالین د هغه مهال د پارلمان غړی «پاول راودسېپ» د هرکلي وینا له ځان سره راوړې وه.

همدا راز د اېستونیا د پارلمان مرستیال رئیس «رودولف پېنو» بیا د خلکو ترمنځ د ځای غوښتنه کوله.

اېستونیايي رسنۍ وايي حتی د «پېیوالېهت» ورځپاڼې خبریال چې غوښتل یې تمځي ته ورننوځي، د ګڼې ګوڼې له امله له ستونزې سره مخ شوی و، پولیسو هڅه کوله چې نظم وساتي او هغه لسګونه زده‌کوونکي هم له ښوونځیو وختي راتښتېدلي وو، څو د افغان پاچا ننداره وکړي.

په دې توګه، یوه کوچنۍ ورځپاڼیزه کیسه د تالین په یوه سهار کې د یوه خیالي شاهي هرکلي په لویې نندارې بدله شوې وه.

*** یوه اېستونیايۍ مېرمن او د امان‌الله خان د هرکلي ګلان

د تالین د بالټیک اورګاډي‌تمځي مخې ته د زرګونو خلکو په ګڼې ګوڼې او د لسګونو مېرمنو په منځ کې یوه داسې مېرمن هم وه چې په لاس کې یې د ګلانو یوه ښکلې ګېډۍ نیولې وه، د «پېیوالېهت» ورځپاڼې خبریال ترې وپوښتل، چې دلته خلک د څه لپاره راټول شوي دي؟

مېرمن په حیرانتیا خبریال ته وکتل او داسې یې وښودله لکه خبریال چې له دې ستر او څرګند خبر څخه هم ناخبره وي او هغه ته یې وویل: « ایا تاسې نه پوهېږئ؟ د افغانستان امیر امانالله خان تر پنځلسو دقیقو پورې دلته رارسېږي؟

نو همدا صحنه د دې پېښې اصلي هنري قوت جوړوي، یو پاچا چې په حقیقت کې هلته نه و؛ خو د یوې ورځپاڼې د یوه خبر له امله ټول ښار د هغه هرکلي ته تیار شوی و.

*** روسي «ښه راغلاست» هم چمتو شوی و!

د دې تاریخي کیسې تر ټولو خوندوره برخه ښايي هغه وي چې د هرکلي په ډله کې یو نږدې دوه متره لوړ کس د یوه لوی پلاکارد «تابلو» لرونکی و.

پر پلاکارد یوازې دوه روسي کلمې لیکل شوې وې:

«Добро пожаловать

«ښه راغلاست!»

د کیسې له مخې، دا کسان د سیمې د روسي سلطنت‌پالو یوې مهمې ډلې غړي وو چې غوښتل یې د «ستر دوک کیریل ولادیمیروویچ» د واکمنۍ د بېرته راوستلو ملاتړ وکړي.

دوی خبریال ته ویلي وو چې که د دوی په راتلونکو پلانونو کې د «سترې روسیې» جوړول وي، له نورو پاچاهانو سره دوستانه اړیکې هم ورته ګټورې دي؛ نو ځکه هغوی په خپله خوښه نه، بلکې د «ستر دوک کیریل ولادیمیروویچ» په امر د امان الله خان هرکلي ته راغلي وو.

دلته د افغانستان د پاچا د یوه خیالي سفر په هرکلي کې حتی د روسي سلطنت‌پالو یوه مهمه ډله هم راغلې وه.

*** سپینې دستکشې، ګلان او د ښه راغلاست سرود انتظار

کله چې اورګاډی د تمځي پر پلاتفورم د درېدو لپاره ورو شو، د کیسې فضا لا نوره هم جالبه شوه؛ سلطنت‌پالو کسانو سپینې دستکشې واغوستې، مېرمنو خپلې د ګلانو ګېډۍ چمتو کړې او د ښار د سیمه‌ییزو حکومتونو د اتحادیې پخواني مشر «سار» په حیرانتیا سره شاوخوا کتل او ویل یې:

«سرود ولې نه غږېږي؟»

خو ستونزه دا وه چې هلته د سرود غږولو لپاره هېڅ پوځي یا رسمي موسیقي ډله موجوده نه وه.

*** د امان‌الله خان د لیدلو یوازینی فرصت؛ د بالټیک تمځای

د «پېیوالېهت» ورځپاڼې د خبر یوه خوندوره برخه دا وه چې د خلکو لپاره د شاه امان‌الله خان د لیدلو یوازینۍ فرصت به د اورګاډي په تمځي کې وي.

ورځپاڼې لیکلي وو چې د تمځي د پلاتفورم ټکټونه به محدود خرڅېږي، په دې توګه یې د خلکو مینه لا زیاته کړی وه؛ هر چا غوښتل چې د هغه پاچا له نږدې لیدلو فرصت پیدا کړي چې په دې روایت کې د افغانستان نوم د «اسیا د سویس» په توګه، ورسره تړل شوی و.

Kan være et bilde av slott

*** رسمي مراسم نه وو؛ خو ولې خلک بیا هم راټول شول؟

یادې ورځپاڼې همدا راز خپلو لوستونکو ته لیکلي وو چې په تمځي کې به د امانالله خان لپاره کوم رسمي مراسم نه ترسره کېږي؛ خو دا هم د هغه وخت د معمول له مخې د پام وړ خبره وه چې کله به یو پاچا یا لوړپوړی بهرنی مېلمه له یوه ښار څخه تېرېده، حکومتي کسان، د ښار مهم شخصیتونه او عام خلک به د هغه د لیدلو او هرکلي لپاره تمځي ته ورتلل.

*** پارلماني چارواکي هم راغلي وو؛ نو حکومت څنګه ناخبره و؟

د دې کیسې تر ټولو په زړه پورې اړخ دا دی چې د «پېیوالېهت» ورځپاڼې د روایت له مخې، یوازې عام خلک نه وو چې د امان الله خان هرکلي ته راغلي وو؛ پارلماني او دولتي شخصیتونه هم د تمځي پر لور تللي وو.

لکه پورته مو چې دې لیکنه کې یاده وکړه د اېستونیا د پارلمان د مرستیال رئیس «رودولف پېنو» نوم هم په دې صحنه کې راغلی و او د پارلمان غړي «پاول راودسېپ» هم د هرکلي لپاره خپله وینا له ځان سره راوړې وه.

نو دلته پوښتنه پیدا کېږي؛ که امانالله خان په حقیقت کې تالین ته نه راتلو، دوی ولې خبر نه وو؟

ځواب یې دا دی چې د دې پېښې ټول جوړښت د یوه ډېر باور وړ ورځپاڼیز خبر په بڼه جوړ شوی و. «پېیوالېهت» ورځپاڼې یوازې یو لنډه خبرتیا نه وه لیکلې؛ بلکې د پاچا د سفر لپاره یې د لارې، الوتنې، هوا، اورګاډي، تمځي، حکومتي پروګرام او حتی د خلکو د لیدلو د فرصتونو په اړه دومره جزئیات ورکړي وو چې خبر یې د عادي لوستونکي لپاره د یوه ریښتیني دیپلوماتیک سفر بڼه خپله کړې وه.

د دې خبر حیرانوونکی ځواک په دې کې و چې یوازې عام خلک یې نه وو غولولي؛ د ورځپاڼې په روایت کې حتی ځینې دولتي او پارلماني شخصیتونه هم د هرکلي لپاره تمځي ته راغلي وو.

*** خو اصلي حقیقت څه و؟

کله چې اورګاډی د تالین ښار بالټیک تمځي ته راورسېد، خلک حیران شول.

په اورګاډي کې امان الله خان نه و.

د اورګاډي مسافران حتی نه پوهېدل چې ولې دومره خلک د تمځي پر سر د دوی هرکلي ته راټول شوي دي؟

همدا راز د اورګاډي مسؤل هم د امان الله خان نوم د خپلو اسنادو په نوملړ کې نه درلود، هغه ځکه چې غازي امانالله خان اصلاً په هغه اورګاډي کې نه و.

نو د «پېیوالېهت» ورځپاڼې ټول خبر د «اپرېل‌فول» یوه لویه ورځپاڼیزه ټوکه وه.

اپرېل‌فول هغه ورځ چې په ځينو هېوادونو کې یې خلک یوازې د تفریح او طنز لپاره کاروي.

دا د ۱۹۲۸ کال د اپرېل لومړۍ نېټې یوه لویه ورځپاڼیزه ټوکه وه چې د تالین په ښار کې یې پراخ اغېز وکړ.

*** خو ایا امانالله خان واقعاً وروسته شوروي اتحاد ته ولاړ؟

هو همدا ټکی د دې کیسې تاریخي ارزښت نور هم زیاتوي.

د اپرېل د دې خیالي کیسې په پای کې د ۲۰۱۳ کال د بیا خپرونکي په یادښت کې ویل شوي چې امان الله خان هغه مهال په لندن کې و؛ وروسته یې اروپا پرېښوده او د خپل سفر په بل پړاو کې یې مسکو، لینینګراد، کییف او دوشنبه ولیدل.

نو د ورځپاڼې خیالي کیسه یوه عجیبه تاریخي تصادف هم لري؛ تالین ته د امان الله خان سفر جعلي و؛ خو شوروي اتحاد ته د هغه سفر ریښتینی و.

او بل دا چې د ورځپاڼې په اصلي خبر کې د سفر نور جزئیات د هغه وخت د خبرونو پر بنسټ وړاندې شوي وو؛ خو تالین ته د تګ ادعا د اپرېل‌فول د طنزي سناریو برخه وه.

*** امان الله خان؛ ولې د اروپا د ورځپاڼو لپاره دومره مهم او ستر شخصیت و؟

امان الله خان یوازې د افغانستان پاچا نه و؛ هغه په ۱۹۲۰مو کلونو کې د نړۍ د مطبوعاتو په سترګو کې د یوه داسې ختیځ پاچا په توګه مطرح شوی و چې غوښتل یې خپل هېواد له زاړه نظام څخه یو عصري دولت ته واړوي.

هغه د افغانستان د خپلواکۍ له اعلان وروسته د دولت د اصلاحاتو، عصري کولو او له اروپا سره د اړیکو د پراخولو هڅې وکړې.

په ۱۹۲۸ کال کې د هغه ستر اروپايي سفر هم د همدې نړۍوال شهرت یوه برخه وه، د هغه سفر د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د دولتونو، مطبوعاتو او میلیونونو خلکو پراخ پام ځان ته اړولی و.

د «افغانستان د تاریخ پاڼو» د راټول شويو موادو له مخې، د هغه سفر کې انقره، پاریس، برلین او لندن شامل وو او هغه له مهمو اروپايي مشرانو سره لیدنې درلودې.

نو کله چې «پېیوالېهت» ورځپاڼې د هغه د «تالین» د راتګ خبر خپروي، د هغه وخت لوستونکي داسې نوم ته سترګې اړوي چې لا دمخه د اروپا په مطبوعاتو کې ډېر مطرح شوی و.

Kan være et bilde av Brandenburger Tor

*** د دې پېښې تر شا لوی تاریخي تصویر

د دې پېښې ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې «یوې ورځپاڼې خلک وغولول».

اصلي پوښتنه دا ده؛ ولې خلکو دومره ژر باور وکړ؟

د دې ځواب هم د شاه امان الله خان په هغه وختني نړۍوال شهرت کې لټول کېدای شي.

په ۱۹۲۸ کال کې امان الله خان د یوه عادي سیمه‌ییز پاچا په توګه نه، بلکې د یوه داسې اصلاح‌پال واکمن په توګه وړاندې کېده چې د افغانستان د عصري کولو هڅه یې کوله او د اروپا له مهمو مرکزونو سره یې اړیکې جوړولې.

له ۱۹۲۰ څخه د هغه سفرونه، له اروپايي مشرانو سره لیدنې او د هغه د مېرمنې «ملکه ثریا» عامه حضور د اروپايي مطبوعاتو لپاره د پام وړ موضوع وه.

له همدې امله، کله چې «پېیوالېهت» ولیکل چې امان الله خان تالین ته راځي، د خلکو لپاره دا خبره په بشپړه توګه ناممکنه نه ښکارېده، هرې کورنۍ او د «تالین» ښار هر وګړي دا هڅه کوله، چې امان الله خان له نږدې وګوري.

*** یوه طنزي کیسه، خو د یوه ریښتیني نړۍوال شهرت هنداره

دا پېښه موږ ته د شاه امانالله خان د نړۍوال تصویر په اړه یو ډېر مهم درس راکوي.

کله کله د یوه تاریخي شخصیت د شهرت اندازه یوازې د هغو ریښتینو خبرونو له شمېر څخه نه معلومېږي چې په اړه یې خپاره شوي وي؛ بلکې د هغو خیالي او طنزي خبرونو له پراخوالي هم معلومېږي چې د هغه نوم پکې کارول کېږي.

د ۱۹۲۸ کال د تالین دا پېښه همداسې ده.

«پاچا تالین ته نه و راغلی؛ خو د هغه نوم دومره مشهور و چې یوې ورځپاڼې یې په نشتون کې هم د ښار ټول خلک تمځي ته راوستل.»

امان‌الله خان هلته په خپل حضور نه، بلکې د یوې ورځپاڼې په یوه خبر کې موجود و؛ خو هماغه خبر دومره ځواکمن و چې خلک یې د اورګاډي تمځي ته راوستل، چارواکي یې د هرکلي لپاره ودرول، په لسګونو د ګلونو ګېډۍ راوړل شوې، د ښوونځیو زدکوونکو خپل درسونه د افغان پاچا لیدو لپاره پرېښودل او په زرګونو خلکو د یوه خیالي سفر لپاره د ریښتیني مېلمه په څېر چمتووالی ونیو.

او ښايي که یادې ورځپاڼې د کومې بلې موضوع په اړه دې ته ورته خبر خپور کړی وای؛ نو دومره به یې په خلکو اغېز نه و کړی.

*** پایله

د ۱۹۲۸ کال د اپرېل لومړۍ نېټې د «پېیوالېهت» خبر د امان الله خان د ریښتیني تالین سفر د تاریخي سند په توګه نه کارول کېږي، ځکه دا د اېستونیا هېواد د پلازمینې تالین ښار د ورځپاڼې «پېیوالېهت» د ۱۹۲۸ کال د اپرېل لومړۍ نېټې یوه اپرېل‌فول ورځپاڼیزه ټوکه، چې پکې د امان الله خان د اپرېل په ۲مه تالین ته د راتګ جعلي خبر خپور شوی و، خو یوه تاریخي پېښه وه.

په پای کې دا ویلی شو، چې د تاریخي مطالعې لپاره دا پېښه بې‌ارزښته نه ده، برعکس، دا یوه په زړه پورې رسنیزه او ټولنیزه سرچینه ده چې ښيي امانالله خان په هغه وخت کې د اروپا خلکو، د دوی د عامه ذهن او مطبوعاتو لپاره څومره پېژندل شوی شخصیت و.

*** ځینې سرچینې

۱ ـ د « Päewaleht» پېیوالېهت ورځپاڼه د ۱۹۲۸ کال د اپرېل لومړۍ نېټې، ۹۱مه ګڼه، د لومړي او پنځم مخ مواد.

۲ ـ یوسف کاتس، «افغان امیر د بالټیک په تمځي کې»

۳ ـ د اېستونیا د ادبیاتو، موزیمونو او تاریخي شخصیتونو د معلوماتو ډیټابیس «اېسېک».

پای

د بنو جرګه؛ پښتنو د خپل راتلونکي لپاره څه وغوښتل؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.