غزني کې په ۶۰۰ زره ډالرو سړه خونه جوړه شوه

33

غزني ښار کې یوه معیاري سړه‌خونه چې د څه باندې ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې سړې‌‌خونې مالک حاجي همایون نن دوشنبه وویل، دغه سړه‌خونه یې د غزني ښار درېیمه ناحیه کې پر دوه نیم جریبه ځمکه جوړه کړې او د دوه ټنه مېوو او سبزیو زېرمه کولو ظرفیت لري.

د نوموړي په وینا، سړه‌خونه په عصري او معیاري سیستم سمبال شوې.

هغه وايي، د دې سړه‌خونې د جوړولو موخه د کروندګرو اقتصادي ځان‌بسیا کېدو ته د زمینې برابرول او د غزني د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوی دی.

په همدې حال کې، یو شمېر سوداګر او بڼوال په غزني کې د دې سړه‌خونې جوړول د کرنې او بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره اغېزمن بولي او له مسوولانو غواړي چې په نړیوالو معیارونو د برابرو کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.