په موټر کي د کانګي(استفراق )سرچرخي حل او درملنه
دي ناروغي ته په انګليسي موشن ناروغي (motion sickness) وايي په عمومي ډول د سوارلي په موټر کي دسفر پر وخت په طياره کي په کښتي کی د درياب د څپو په مقابل کي پيداکيږي د ټولني ديرش فيصده خلګ ددي مشکل سره مخ کيږي
د انسان د حرکتو کنترولونکی مرکز عصاب دي , عصابو ته د حرکت په ارتباط د دري ځايو څخه په همږغي سره سيګنالونه راځي لکه سترګي غوږونه د وجود بعضي نسجونه دي چي په عادي حرکتو کي په همږغي سره عصابو ته يو رقم سيگنال ورکوي مثال لکه په قدم وهلو کي …
اما کله چي تاسي موټر کي يا طياره کي سفر کوي د سیگنالو تر منځ همږغي نه وي موجود سترګي د حرکت سيگنال ورکوي غوږ د ولاړ سیگنال ورکوي همدغه ګډوډ سیگنالونه د انسان د سرچرخي او استفراق (خواگرځي) سبب وگرځي
دا ناروغي مرگوني نده اما انسان ځورونکي ناروغي ده د حل لاره سته د مسافري پر وخت لاندي لارښوونه عملي
* د سوارلي په موټر يا طياره کي داسي ځاي کښيني چي تا سي ته د حرکت جهت (طرف) معلوم سي او جهت درسره تعقيب کړي
* په موټر کښي کوښښ وکړي د مخ په چوکي کي کښيني چي لاره او جهت په خپل سترگو وويني
* په طياره کي د کړکي خواته کښيني تر کړکي د منظري کتلو ته ادامه ورکړي
* په طياره کښي کوښښ وکړي د وزر سره په نژدي چوکي کي کښيني ځکه وزر نسبت نورو برخوته ډير حرکت نلري تکان نه درکوي
* دسوارلي په موټر کي متوجي اوسي داسي چوکي بايد انتخاب نکړي چي د حرکت جهت يوي خواته وي او ستا مخ بلي خواته وي
دواګاني هم لري مؤثري دي بايد د ډاکتر په مشوره استعمال سي چي دټابليټ او ستني (بيچکاري)په شکل سته يو ښه مثال يي د دواګانو درته ليکم
ډيمين هايدرينيټ (dimenhydrinate) چي ډرامامين (dramamine) هم ورته وايي مؤثره دوا ده د پنځوس (50mg) او سل (100mg) ملي ګرامه په اندازه ټابليتونه لري د حامله ښځي لپاره هم استفاده کيداسي ځکه د بي(B) ګروپ څخه دي
ټابلیت که د غذا سره و خوړل سي که بيله غذا مشکل نسته
د بالغ انسان لپاره په هر شپږ(4-6) ساعته کي يوه ګولي استعمال کولاي سي په ورځ کي تر دري ځلي اضافه بايد استعمال نسي
د ماشومانو لپاره چی عمر يي د 2-6 تر منځ وي نيمه ګولي (25-12,5mg) استفاده کولاسي
Dimenhydrinate ampoule
ستنه يا بيچکاري
تر دولس کلني لوړ انسانانو لپاره استعماليږي په څلور يا شپږ ساعته کي 50-100 ملي ګرامه استعماليږي. په څلرويشت ساعته کي مجموعه بايد تر 400 ملي ګرامه اضافه نسي
ستنه يا انجکشن تر سفر ديرش يا شپيته د قيقي مخکي لگول کيږي
ستنه(امپول )د رگ يا د غوښي د لاري استعمال کيداسي
کله چي د رګ د لاري استعماليږي بايد په لس ملي ليټره 10ml سوديم کلورايډ %0.9 Nacl کي گډ بيا د دوه دقيقو په جريان کي کرار کرار ورته والگول سي.
د دوا منفي تاثيرا (جانبي عوارض) بايد په نظر کي ورسره ونيول سي لکه د نس درد ، ساه لنډي ، پرمخ شونډانو ،ژبه او ستوني پړسوب …
په لاندي حالتو کي بيايد نسي استعمال لکه د پښتورګي او ينه (جيګر) شديد مشکلات ولري ..
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.