د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په «جواجه» کلي کې د تېرو جګړو پاتې ماین چاودنې یو کس وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
سرچینو د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۲مه، رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې چاودنه کې وژل شوی کس سید نادرشاه نومېده او ټپي شوی کس فرید احمد نومېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو ډېری قربانیان ماشومان دي.
د اوچا د راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې د ناچاودېدلو مهماتو له امله د مرګژوبلې ۱۷۵ پېښې ثبت شوې چې شاوخوا ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.