د لغمان ولایت د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، هغه موټر چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال یې لېږدول، په دې ولایت کې سیند ته لوېدلی چې له امله یې لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي دي.
د لغمان د والي د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۲مه، ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د کابل–جلالاباد پر لویه لار، د خیرخېلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر اوسه د څلورو کسانو مړي له سینده راایستل شوي، اته ټپیان ژغورل شوي او لس نور کسان لا هم ورک دي.
طالب چارواکو د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بللې او ویلي یې دي چې د ورکو کسانو د موندلو او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل لا هم دوام لري او ډېری راستانه شوي کډوال د تورخم په ګډون د سرحدي لارو له لارې هېواد ته راځي.
د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو نامناسب وضعیت د دې لامل شوی چې د کابل–جلالاباد لویه لار د هېواد له تر ټولو خونړیو لارو څخه وشمېرل شي؛ داسې لار چې هره ورځ د ګڼو کسانو ژوند اخلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.