گوښی کیشپ

محمد احسان علی

34

که چېرته یوه کافکا زما د ژوند کیسه لیکلی، پیل به یې داسې و: «کله چې هغه گهیځ وختي له یوه درانه، خو گډوډ خوبه راویښ شو، ویې لیدل، چې په یوه غټ کیشپ بدل شوی دی.»
کیشپ؛ په ماډرن ژوند کې له عاطفي اړخه د ځپل شوي انسان یواځې‌توب.
د مې میاشتې په دغو خورا گرمو ورځو کې په دې اړه باندې فکر کووم، چې آیا په کوم کمیس کې زه مرم، همدا اوس مې په کوټ‌بند کې راځړېږي، که لا مې نه‌دی اخیستی؟ زما کوم پیغامونه به بې‌ځوابه پاتې شي او کومې کیسې به مې نیمگړې پرېږدم؟ دا ټول هغه احمقانه افکار دي، چې ما د نورو شیانو په اړه فکر کولو ته نه پرېږدي او اړ کوي مې، چې تل په څلورم منزل کې د خپلې کوټې وورسۍ بنده وساتم؛ ځکه چې وېرېږم، یو څوک (په ځانگړې توگه زه) ترې ځان ونه غورځوي( َم)؛ خندوونکې وه؟ ښایي هو؛ خو هر څه چې دي، رښتیا دي.
کله چې سترگې پټې کړم او له خپل پوستکي لاندې ځان په اړه فکر کووم، حسوم، چې په ټول بدن کې مې غڼو جالونه اوبدلي دي او هغوی یوه خوا بله خوا په‌کې ځغلي؛ مغز، زړه او هر څه، د غڼو په جالونو کې راگېر شوي دي، هېڅ جاروکښ د دغو جالونو د راغونډولو له‌پاره نه‌شته.
زه د دا ډول احمقانه او په عین حال کې ځوروونکو فکرونو له امله په حقه یم، چې ووایم، ځینې دروني دردونه مې وینې داسې زبېښي، لکه وږی ماشوم چې د مور تی زبېښي، هغه دردونه چې دوه کاله مې ډاکټر ته د ورتللو له‌پاره هڅوي؛ خو نه غواړم چې ولاړ شم؛ ځکه چې د آرواپوهنې له ډاکټرانو مې بد راځي؛ هغوی ډېر مغرور او په عین حال کې لېونیان دي.
ذهني ځور ډېر بد شی دی او ما دا ځور د پوهنتون په لومړنیو سمېسټرونو کې حس کړ، هغه وخت، کله مې چې په لومړي ځل ومنل، چې ځینې وگړي باید د ځان‌وژنې له امله پړه ونه گڼل شي او ورو ورو مې د داسې دردونو پر شتون باندې اعتراف وکړ، چې د ژورې په ډول باندې په بیړه بیړه د انسان وینې څښي.
نړۍ له ځوره ډک یو ځای دی، هلته بیا تر وروستۍ کچې له ځوره ډکه شي، کله چې پوه شې، دا ډول د غندنې‌وړ نړۍ ته یې د دوزخ په نامه یو ځورځای هم جوړ کړی دی . . . آه! زه له نړۍ نه داسې کرکه لرم، لکه یو سوالگر چې د خپلو راټولو کړو پیسو په منځ کې د یوه‌گونو او دوه‌گونو سیکو په لیدلو کرکه حسوي؛ خو بیا هم ځان په دې نه‌شم قانع کولی، چې ځان‌وژنه مناسبه لاره ده؛ سمه ده، چې ځان‌وژنه ذاتاً بد کار نه‌دی؛ خو د جمع‌گرا ټولنې د یوه اوسېدونکي په توگه مې داسې اېسـي، لکه یو څوک چې د خپلو تخرگونو له ساړه او خام بوی نه کرکه لري؛ په ډاډ وایم، که چېرته زه په یوه فردگرا ټولنه کې وی، اوس به د زرگونو چینجیو په زړه پورې خوراک وی.
ډېرې داسې ورځې تېرې شوې، چې ته مې په‌کې ونه لیدلې او غږ مې دې وانه ورېد، ما تر ۱۳۰۰ ورځو پورې وشمېرلې او نور یې رانه حساب هم هېر شو؛ زه آن د ښوونځي له ورځو په ریاضي کې ښه نه وم او نومرې مې ټیټې وې. پای کې یوه داسې ورځ هم راورسېدله، چې ودې ویل: «لطفا! نور زما په اړه یوه کلمه لیکل هم مه‌کوه!»
په داسې حال کې، چې ما تا ته ویلي وو: «ته داسې یو محور یې، چې زما ټولې لیکنې درباندې راڅرخېږي.»
ستا پرېکړه داسې وه، لکه یو ظالم خدای چې د یوه کارگر دواړه لاسونه ورپرې کړي.
له کومې ورځې راهیسې چې تا دا کلمې راته وویلې، د تهوع حالت حسوم او ډېر شیان مې استفراق کړي دي؛ زه سراسر په کرکه، بې‌خوندۍ او یواځې‌توب بدل شوی یم، هېڅ شی له دغه حالته زما په ویستلو کې مرسته نه‌شي کولی، په سړو اوبو ځان مینځل، یا بل هر څه. په داسې حالت کې نو سړی مجبورېږي، چې پر ځان او نړۍ باندې لعنت ووايي؛ هغه څه چې شخصاً مې نه خوښېږي؛ خو باید تر سره شي.
زه له همدې امله د یوه نارینه په توگه اوښکې هم تویولی شم، په داسې حال کې چې نه غواړم، نور خلک اوښکې توی کړي؛ که څه هم داسې خلک شته، چې یواځې د پیاز پرې کولو پر مهال د اوښکو تویولو تجربه لري او ډېر داسې شیان شته، چې سړی باید ترې وځورېږي، له وېښتو خالي کېدونکی تندی، د خېټې وازده، له یخو اوبو برېښېدونکي غاښونه، د مخابراتي شبکو احمقانه پیغامونه، د آزموینې سختې پارچې . . . نور بېخي ډېر شیان؛ دا ټول انسان ځوروي او حتیٰ ځینې خلک وژلی هم شي، زه له دا ډول وژونکو وېرېږم؛ زه غواړم ژوندی پاتې شم؛ ځکه چې ډېرې داسې خاطرې شته، چې سړی یې باید تل یادې کړې.
ورځني کارونه مې له ذهنه ستا د سترگو عکس توږي، ستا خاطرې مې له ذهنه پاکوي، زه هڅه کووم، دا ټول شیان له ما سره د تل له‌پاره پاتې شي؛ خو بدبختانه طبیعت له موږ سره داسې جگړه پیل کړې ده، چې هېڅ‌کله هم زموږ په گټه پای ته نه رسېږي.
شاید ته به د خوښ اوسېدلو له‌پاره ډېر دلایل ولرې؛ خو زه د داسې خلکو په منځ کې اوسم، چې حقیقت یې له خولې پیل کېږي او په تناسلي اله پای ته رسېږي. دا د یوې ساري ناروغۍ په ډول باندې ده او متأسفانه زه هم ورباندې روږدی شوی یم؛ دا ډول حالت د انسان د دایمي ځور سبب گرځي.
وېروونکی خوب . . . یا ډېر وېروونکي خوبونه مې پر مرۍ لاسونه راټینگوي او داسې حس راکوي، لکه د ساه‌بندۍ یو مریض چې د سکرو په کان کې بند پاتې شوی وي؛ زه داسې شیان په خوب وینم، که مې درته وویل، شاید وبه خاندې، د ساري په توگه گرېگور زامزا، زامن او لمسي یې زما د وېښتو دننه منډې وهي او ما خوري؛ یا کالیگولا د وینو او مغزو په یوه گډوله کې وړاندې روان دی او کله چې خپلو پښو ته گوري، د پښو د گوتو په منځ کې یې د یوې ورځې د جنین ټوټې لیدل کېږي؛ خپلې موزې یې په لاسونو کې نیولې دي او دومره فشار یې ورکړی دی، چې له نوکونو یې وینې روانې دي؛ یو لېونی سړی، یو ډېر لېونی سړی، چې غټ برېتونه یې د خدای په وینو سره دي، د هغه د نوکانو وینه څټي او په خوا کې یې یو بل د لنډو برېتونو سړی دی، چې د غټو برېتونو لرونکي سړي ته یې د سیزیف د تیږې په ډول ځان ورپه شا کړی دی او د هغه پر برېتونو د خدای د وجود تازه پرته وینه څټي؛ آیا تا «ړوند کونگ» په خوب لیدلی دی؟
ــ نه!
بالاخره ژوند دی نو، یو نه یو ډول باید وشي؛ خو ځوروونکې ده! کله دې چې یو انسان له حده ډېر خوښ شي، اوښکې دې پسې وڅڅېږي او شعر ورته ولیکې؛ خو د خدای غږ واورې، چې په ډېرې بې‌تفاوتۍ سره دې مخاطبوي: «هې! . . . دا ښکلی انسان ستا نه‌دی . . . دا انسان موږ د برخلیک په نامه په وینو ککړه یوه ټوټه کې د بل چا په نامه کړی دی او باید له بل چا سره څملي؛ د هغه شونډې باید بل څوک وزبېښي او سترگو ته یې له تا پرته یو بل څوک د ورنږدې کېدلو حق لري . . . رښتیا ته څه کوې، چې د هغه شونډې زبېښې؟ ته څه خبر یې، شاید هغه د یوه نارسېدلي، شنه آم د څټلو په څېر خوند کوي؟»
دا هر څه ما د برخلیک په نامه د کتاب له لیکوال سره جگړې ته هڅوي او دا حس راکوي، چې له سرټیټې سولې څخه ویاړمنه جگړه زر ځله ښه ده.
موږ ډېر بې‌وسه یو، بیا د برخلیک او بل هغه سړي پر وړاندې، چې که نوم یې واخلم، وبه وژل شم.
د ژوند له‌پاره یواځې یوه لاره پاتې کېږي، موږ باید یو تیاره کونج پیدا کړو، له ټولو انسانانو پناه، غلی، پټ، په‌خپل لاک کې نغښتی او د خپل تېر خواږه ژوند په اړه فکر کوونکی؛ نه داسې، چې «ړوند کونگ»، «مسخه» او «سوءتفاهم» لولي او خندلی هم شي؛ مطلق ځواک دې ما له داسې بې‌حسۍ وساتي!

۱۷مې، ۲۰۲۵
۱:۴۶ شپه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.