محرقه ( وچکۍ ) څرنګه ناروغي ده؟

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

34

زمونږ  د هيواد په اکثرو  ولايتو كې هوا ډيره ګرمه شوي ده ، نو تاسو څخه هيله كوم څه خپله روغتيا او نظافت ته مو پام کوي  په خصوص په دې فصل كې كولارا  ( وبا )، محرقه ( وچکۍ ) او داسې نورې ناروغي زياد ليدل كيږي په دې توګه د دې ناروغۍ  په هكله  مه یو سی معلومات  درته برابر کړی ده هيله ده څه  خوښ مو شي.

وچکۍ یوه مستقیمه ساری ناروغي ده څه په مستقيمه توګه د یو شخص نه بل شخص ته سرایت کوي  .

دا ناروغۍ په هر كال کې په سلونو زره خوار او غریب خلک  په ټوله نړۍ کې وژني.

ددې ناروغۍ عامل يو ډول ميكروب دى(Salmonella Typhi) چې د ناولو اوبو او خوړو په وسيله انسان ته سرايت كوي.پدې معنى چې نوموړى ميكروب د انسان مدفوعاتو(مواد غايطه) له لارې چاپيريال ته انتشار كوي او نور انسانان ددې مدفوعاتوپه وسیله په چټل شويو خوړو او اوبو، پدې ناروغۍ اخته كيږي.

په افغانستان او ورته هيوادو كې  دا دى څه بيا د وړي موسم راغى،پدې موسم كې د ډول ډول نورو ناروغيو تر څنگ د وچکۍ ناروغۍ هغه خطرناكه ميكروبي ناروغي ده چې  بې له شكه به يو گڼ شمير خلک ،خاصتاً كوچني ماشومان د مرګي منگولو ته ورسپاري.

پداسې حال كې چې  د دا ډول ناروغيو مخنيوى د ټولنې د پوهنې د سطحې د لوړتيا سره كلك تړاو لري خو پدې برخه كې تر ټولو ستر مسؤليت د حكومت په غاړه ده .

لمړى بايد مسولين په دې پوه وي چه د ټولنې لمړي  ، او تر ټولو مهم اړین  څه دئ ؟

پدې كې شك نشته چې د جنگ په حال كې د جنګ “موفقانه” ختمول تر هر سی  لومړیتوب لري.خو د دې تر څنګ ښونه اوروزنه، روغتيا،كور-كالي-ډوډۍ او د هيوا د ودانولو لپاره بنسټيزو او سترو ساختماني پروژو ته هم ډيره اړتيا ليدل كيږي. يو د دې سترو اساسي او زيربناىي ساختمانو له جملې نه په ښارونو كې په عصري ډول د مناسبو بدرفتونو جوړول ” sewage treatment plant”یا “sewage treatment works” یا “کانالازیسیون” او په كلو كې دنړيوالو سازمانونو په مرسته لازم تدابير نيول دي٠

يو خورا ضروري او حتمی عادت چې هر وگړى یې بايد زده كړي هغه داسې تر رفع حاجت روسته او د خوړو سره له تماس د مخه خپل لاسونه حتما ومينځى(كه صابون موجود وي حتماً دصابون نه كار واخلئ ).

د انساني مدفوعاتو نه د سرې يا پارو په توگه استفاده بايد قانوناً منع شي، دا عمل بايد جرم وگڼل شي،ځكه چې پدې توگه ناروغي انتشار كوي.

كه بله چاره نه وي نو پشكو نه ئې زده كړي ، خداى ج دې حيوان يعنې پشو ته داسې عادت ور په برخه كړی چې خپل مدفوع تر خاورو لاندې خښوي. خو ځينې انسانان لا اوس هم خپل مدفوع د اوداسه په محال داسې يوې ويالې ته ور اچوي چى هلته كوز نور خلك ترې اوبه څښي٠

په وچکۍ اخته ناروغ څنگه پيژندل كيږي؟

پداسې حال كې چې په وروسته پاته ټولنو كې د ميکروبي ناروغيو شمير كم نه ده د وچکۍ  پيژندل او تشخيص هم اسان كار ندئ .

په وچکۍ  اخته کسان چه درملنه شوې نه وي د څلورو اونیو  لپاره د دې ناروغۍ اعراض او علايم څرگندولی شي٠

 

په لمړنې اونۍ كې ناروغ د تبې ،د اشتها كموالى، د خولې بد مزگئ،

سردردي،كسالت ،د ګېډې درد او د ټوخی نه شكايت كوي.

یعنې د ناروغ د زړه حركات بطی شي(bradycardia)، كيدى شي چې د پوزې نه يې وينه راشي .

د وينې معاينه:

د وينې سپين گردي(WBC) سپین کرویات لږ شی ،د وينې كلچر كولى شي چې د ناروغۍ عامل تثبيت او ښكاره كیږي.

د widal test چې يو لابراتواري معاينه ده لا منفی وي.

 

په دويمه اونۍ كې ناروغ په بستر كې ناتوانه بيحركته او بيحاله غزيدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بى معنى خبرې  هم كوي ،هزيان اوچټياټ وايي او چيغی وهي.

تبه تر ٤٠ سانتيگراد درجې پورې پورته شي چې معمولا تر غرمۍ وروسته په ماسپښين كې لوړې درجې ته رسيږي. كيدى شي چې ناروغ قبضيت يا اسهال(ناست ناستي ) ولري.

كلڅه ناروغ د ډاکټر  لخوا وكتل شي لاندنې علايم د ليدلو وړ وي:

تبه،د پوستكي سره داغونه (rose spots)،د لړمون ( ځیګر یا اینه )  او توري غټوالى(Hepatosplenomegaly)

د گيډې درد  او د كولمو د غږ جگوالى،د نبض ټیټدل (معمولاً كلڅه ناروغ تبه ولری د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي،خو په دې ناروغۍ اخته وگړو زړه دا توان نلري)

د وينې معاينه:

په دويمه اونۍ كې د Widal test شديداً مثبت شي او د وينې كلچر كيدی شي چې لا هم د ميكروب موجوديت ثابت كړي.

دريمه اونۍ:

تبه لاهم موجوده وي خو پدې اونۍ كې د اختلاطاتو خطر خورا زيات شي.

تر تولوخطرناك اختلاط يا complication د وړو كولمو سوري كيدل يا intestinal perforation

دى چې خاصتاً په وروسته پاته ټولنو كې د مړينې سبب كيدى شي.

د كولمو خونريزي د مغز ابطلا او ورته اختلاطات هم رامنځته كيدى شي.

څلورمه اونۍ:

پدې اونۍ كې ناروغ مخ په ښه كيدو شي. اشتها پيدا كوي او تبه ورو ورو له منځه ځي خو كه نا روغ په ناقصه توگه د انتي بيوتيك په وسيله تر معالجې لاندې راغلى وي، ددې خطر وجود لري چې

ناروغي تكرار شي (Relapse).

سرايت:

لكه چې مخكې هم يادونه وشوه د محرقۍ د ناروغۍ عامل ،ددې ناروغۍ د اخته وگړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپريږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو د مصرف له امله چې ددې ناروغ د مدفوع سره په مستقيم تماس كې راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو اويا په ورته نورو وسايلو ككړ شوی وي، اخته كيږي.

٣-٥ سلنه هغه ناروغان چې ددې ناروغۍ نه روغتیا ومومي په دوامداره ډول د ټول عمر لپاره د محرقۍ د مرض عامل، پخپلو مدفوعاتو(مواد غايطه) كې او چاپيريال ته خپروي.

مخ نیونه :

په ښونځو كې ښونکي صاحبان، په جوماتو كې ملاصاحبان او په ميډيا كې د هغو چلونكي ايمانئ  او وجدانئ مسوليت لري چې خلكو ته د پاكي او نظافت په هكله وعظ او نصيحت وكړي.

قدرمنو خلكو :د خپل روغتیا د ستر دښمن لپاره باید د خپلو مدفوعاتو د ځاى پر ځای كولو په صحي توگه ،كشف يا اختراع كړي.

هغه افغانان چه له امريكا،يورپ او استراليا نه پس له ډيره وخته افغانستان،پاكستان، هند، ايران ،سعودي،مركزي اسيا او يا جنوب شرقي اسيا ته سفر كوي بايد خپل ډاكټر ته ورشي او واكسین واخلي. واكسین دوه يا دري كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت په وخت کې بايد تكرار شي.

درملنه:

په مختلفو هيوادونو كې مختف انتي بیوتيكونه استعماليږي. د خپل ډاکټر  هدايت مه هيروي.

ځينې خلك پدې عقيده دي چې محرقه  په ملاريا يا ملاريا په محرقۍ بدليږي. دا يو غلط نظر دى.

دغه راز يو گڼ شمير نور ميكروبي ناروغي شتون لري چې محرقۍ ته ورته دي. ستاسو ډاكټر كولى شي پدې هكله در سره مرسته وكړي.

بعضې وگړي د هرې تبې سره د ډاكټر  نه غواړي چې د محرقۍ لپاره معاينات وكړي.بايد په ياد ولرو چې د محرقۍ د تشخيص خورا با اعتباره ياgold standard ټست په وينه كې د ميكروب منل يا د شتون اثبات دى چې دا معاينه د وينې د كلچر په مرسته سرته رسيږي خو يواځې په دو لمړيو اونيو كې په وينه كې د محرقۍ د ميكروب شتون توقع كيدی شي( يوه با اعتباره او مجهز لابراتوار ته اړتيا)

تر هغى وروسته، سره ددې چې ناروغ په محرقۍ اخته هم وي مګر په وينه كه د ميكروب پيداكول ناشوني ښكاري.

د ناروغۍ په دويمه اونۍ او تر هغې وروسته مياشتو او كلونو کې،په بدن كې د محرقۍ د عامل يا salmonella typhi د موجوديت غير مسقيم علايم (a positive Widal Test) تر لاسه كيدى شي چې متاسفانه دا ټسټ يا دا معاينه د يوه فعال او تازه ناروغ د شتون او يا د محرقۍ د هغىې ناروغۍ تر منځ چې پخوا تيره شوى او ناروغ ترې روغتیا  موندلې وي ، فرق كولى نشي.

نتيجه دا چه د يوه مجرب ډاکټر  په مرسته د محرقۍ لومړی تشخيص او درملنه  خورا مهم ده او لابراتواري معاينات هله رارسيږي چې ناروغ مخ په روغتیا  او يا هم تشخيص نادرسته وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.