‏د پاکستان بریدونو په درېیو ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې

3

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا، کونړ او خوست ولایتونو پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې دوه تنه شهیدان او ۲۵ نور – چې ډېر یې ماشومان دي- ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پرلپسې توګه پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو د هاوانونو، توغندیو او ډرون بریدونه شوي دي.

هغه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه تنه شهیدان او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې د کونړ ولایت د سرکاڼو او منورې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو ۱۵۵ د هاوان او لیرې واټن ویشتونکو توپونو مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي او یو موټر هم ویجاړ شوی دی.

ده ویلي چې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس د دوسرکې په سیمه کې هم لسګونه د لیرې واټن ویشتونکو توپونو او هاوانونو مرمۍ لګېدلې، چې اته تنه ماشومان ټپیان او دوه تنه شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي رژیم د ډرون په برید کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم له لوري ۱۸۵ فیره د لیرې واټن ویشتونکو توپونو مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

فطرت همدارنګه لیکلي چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو غر په سیمه کې د پاکستان د ډرون برید له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.