باران او سېلاب په ننګرهار کې د درېیو کسانو ژوند واخیست

34

باران او سېلاب په ننګرهار کې د درېیو کسانو ژوند واخیست
د ننګرهار د طالبانو ځايي مسوولانو اعلان کړی چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې درې تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د طالبانو د رسنیز دفتر د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ، د حمل ۱۴مه خپور شوی، دا پېښې تېره شپه رامنځته شوې دي.
د طالبانو په وینا، د جلال‌آباد ښار د اتمې ناحیې په یوه کور کې د چت د لوېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
همدارنګه، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د چرګانو یو فارم ویجاړ شوی چې له امله یې یو تن مړ او بل ټپي شوی دی.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۵۰۰ چرګان هم له منځه تللي او د ولایت په ځینو ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي.
طالبانو ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د بارانونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.