پسرلی؛ د کار، هڅو او سمسورتیا موسم

شېرمحمدامیني ستانکزی

54

پسرلی د کال د طبیعت له ټولو ښکلی او زرغون موسم دی، چې په دې وخت کې ځمکه له یوې مودې ځنډ وروسته بېرته راویښېږي او په ځمکو، بېدیاوو او دښتو کې کښتونه، بوټې، ونې او رنګا رنګ ګلونه زرغونېږي او وده پیلوي. د همدې موسم په راتګ سره طبیعت نوې سا اخلي او چاپېریال له تازه هوا او خوږو منظرو څخه ډکېږي.
په دې نغمه‌ییز موسم (پسرلي) کې د مرغانو خواږه او جادویي غږونه فضا ته ځانګړی خوند وربښي او د انسان روان ته سکون ورکوي. پسرلی یوازې د طبیعت د ښکلا موسم نه دی؛ بلکې د انسانانو لپاره د کار، هڅو او د نويو هیلو د پیل نښه هم بلل کېږي.
زموږ زیارکښ بزګران په همدې موسم کې د خپلو کروندو او کرکیلې لپاره پلانونه جوړوي، ځمکې چمتو کوي او د کال د حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره کرکېله پیلوي. د دوی نه ستړې کېدونکې هڅې د دې لامل ګرځي، چې د کال په پای کې د خپلو زحمتونو مېوه ترلاسه کړي. د کال پیل یوازې د بزګرانو لپاره مهم نه دی؛ بلکې هر ځوان او هر کس، که کار لري او که د کار په لټه کې وي، هڅې کوي، چې د خپل ژوند د ښه والي لپاره نوې موخې او پلانونه وټاکي.
په حقیقت کې په هر کار کې د روښانه هدف او دقیق پلان لرل انسان د بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسوي. هغه څوک، چې د ژوند لپاره ځانګړی هدف او برنامه ونه لري، ډېر وخت د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې کېږي.
نوی کال دا فرصت برابروي، چې د هېواد د ودانولو، پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره نوې لارې چارې ولټول شي. زموږ ځوانان، چې د هېواد له ټولو مهمه سرمایه بلل کېږي، کولای شي د کار، زده کړو او نوښتونو له لارې د افغانستان په آبادۍ کې مهم رول ولوبوي.
که چېرته د کار زمینه پراخه شي، مهارتونه پیاوړي شي او پروژې عملي بڼه خپله کړي، نو د ټولنې په ژوند کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي.
د پرمختیایي او بنسټیزو پروژو پیاوړتیا، د بې ‌روزګاره ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د ادارو په چارو کې د وړتیا او استعداد ارزښت لوړول او د خلکو د ژوند د آسانتیا لپاره عملي ګامونه اخیستل هغه کارونه دي، چې کولای شي د هېواد د پرمختګ لاره لا روښانه کړي.
له بلې خوا ولس ته هم په کار ده، چې د پسرلي له دې ښکلي موسم څخه په ګټې اخیستنې د هېواد د سمسورتیا لپاره فعاله ونډه واخلي. د نیالګیو کېنول، د چاپېریال ساتنه او د خپلو سیمو د پاکوالي او آبادۍ لپاره ګډ کار ترسره کړي او د راتلونکو نسلونو لپاره یو ارزښتناک میراث له ځانه پرېږدي.
راځئ، چې د پسرلي له دې موسم سره سم، هر یو د خپل وس او توان په اندازه د کار او خدمت پلان جوړ کړو، که ولس له دولت سره یو ځای کار وکړي، نو د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره به مهم ګامونه واخیستل شي او زموږ ډېرې هیلې به په حقیقت بدلې شي.
هیله ده، چې نوی کال له کار، پرمختګ، همکارۍ او سوکالۍ څخه ډک کال وي او افغانستان د لا زیاتې سمسورتیا او پرمختګ پر لور روان پاتې شي.

له روژې مبارکې میاشتې څنګه ګټه واخلو!؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.