د جګړې پينځمه ورځ، د دونالد ترمپ د حکومت چارواکو په محرمو غونډو کې سنا مجلس ته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې دې د تهران پر وړاندې د پوځي بر.ید.ونو له لا سختې او پراخې څپې تمه ولري.
د د اېن بي سي نيوز د راپور له مخې، لیندزی ګراهام، چې د جمهوري غوښتونکو سناتور او د ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي او له میاشتو راهیسې یې پر ایر.ان د برید ملاتړ کاوه، ویلي:
«دا نظام د ړنګېدو په حال کې دى. هغه وسلې چې په راتلونکو دوو ورځو کې به وکارول شي، خورا درنې او ماتوونکې به وي.»
ګراهام زیاته کړه، «هغه څه چې په راتلونکو ورځو کې پېښېږي، تر هغو به ډېر لوی وي چې په وروستیو ورځو کې مو لیدلي دي.» هغه همداراز وویل چې د ایر.ا.ن ازادي نږدې ده او د سولې دروازه د پرانیستل کېدو په درشل کې ده.
همدارنګه، جاش هاولی، د میزوري ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، د سې شنبې په ورځ د سنا له ځانګړې توجیهاتي غونډې تر وتلو وروسته وویل چې ورته ویل شوي د عملیاتو لمن «ډېره پراخه ده، په چټکۍ سره بدلېږي او هر ساعت نوې بڼه خپلوي.
بلخوا اندي کیم، د نیوجرسي دیموکرات سناتور، چې مخکې یې د بهرنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې او د باراک اوباما د حکومت پر مهال یې د ملي امنیت په برخه کې کار کړی، وویل چې حکومتي چارواکو قانون جوړوونکو ته خبر ورکړی چې د ایر. ا.ن پر وړاندې د لا پراخو بر.یدو.نو څپه روانه ده.
هغه زیاته کړه، دا یوازې د داسې عملیاتو پیل دی چې ډېرو کسانو ویلي، ډېر اوږد به وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.