د ناروې کډوالو شورا وایي، چې په کونړ ولایت کې د بې ځایه شویو کډوالو پر کمپ د پاکستان برید کې ۹ بې ځایه شویو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یادې ادارې ویلي، چې په دې پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، دغه برید پر هغه کمپ شوی چې د ۲۰۲۵ کال د کونړ زلزلې له امله بې ځایه شوې کورنۍ پکې مېشتې وې.
د ناروې کډوالو شورا زیاته کړې، چې د دې برید له امله شاوخوا ۶۵۰ کورنۍ یو ځل بیا اړ شوې چې خپلې مېنې پرېږدي او ډېری یې له سرپناه او لومړنیو خدمتونو بې برخې شي.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې ملکي وګړي او بې ځایه شوي کسان باید خوندي وساتل شي او د نړیوالو بشري اصولو درناوی وشي.
تر دې وړاندې طالبانو هم پر دغه کمپ برید تایید کړی دی، خو یوازې د شپږ کسانو د مرګ ژوبلې راپور یې ورکړی و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.