هند افغانستان ته تازه روغتیایي مرستې را لېږي

27

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د هند د روغتیا وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې افغان لوري ته په سمبولیکه توګه د سرطان ضد درملو او واکسینونو له سپارلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د درملو، واکسینونونو او ۱۲۸ سلایس لرونکي سی‌ټي سکن ماشین په ګډون یوه لویه کڅوړه هم افغانستان ته استول کېږي.

 د راپورونو له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یوه پلاوي په مشرۍ د لېندۍ په ۲۵مه د هند په بلنه د روغتیایي همکاریو د پیاوړتیا په موخه دغه هېواد ته تللی او د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا، د تجربو تبادله او د ګډو هڅو همغږي بلل شوې ده.

 د هند د روغتیا وزیر جګت پراکاش ندا تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هېواد یې یو ځل بیا د بشري مرستو د دوام او د روغتیا په برخه کې د همکارۍ په ځانګړي توګه د اوږد مهال لپاره افغانستان ته د درملو برابرولو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه لیکلي: «په یوه اقدام کې د سرطان درمل او واکسینونه وسپارل شول، چې دا د افغانستان د خلکو له روغتیایي اړتیاوو د ملاتړ په اړه د هند ژمنتیا څرګندوي.»

نوموړي زیاته کړې، یوه لویه محموله هم چې درمل، واکسینونه او ۱۲۸ سلایس سي‌ټي‌اسکن ماشین په کې شامل دي، افغانستان ته د لېږلو په حال کې ده.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.