کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، رحمانالله لکڼوال په واشنګټن ډيسي کې د روغتون له بستره په انلاین ډولمحکمې ته حاضر شو او په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پردوو غړو د ډزو اړوند پر ځان لګېدلي تورونه یې رد کړل.
د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۵مه) سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وشوې او سخت ټپیان شول چې وروسته یو ټپی ومړ.
د رحمانالله لکڼوال په نوم یو افغان چې د راپورونو له مخې یې په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره کار کړی او د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې امریکا ته تللی دی، په دغو ډزو تورن شوی دی. لکڼوال په ټپي حالت کې نیول شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
سياېناېن راپور ورکړی چې لکڼوال په انلاین ډول محکمې ته حاضر شو او د امریکا په پلازمېنه کې یې د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو اړوند پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي او ځان یې بېګناه بللی دی.
په راپور کې ویل شوي، په هغه وېډیو کې چې په محکمه کې ښودل شوې، لکڼوال د روغتون په بستر کې په داسې حال کې پروت لیدل شوی چې سترګې یې پټې وې او داسې برښېده چې درد یې درلود.
سرچینې لیکلي چې د ډيسي د سترې محکمې قاضي رنهریمنډ امر وکړ چې لکڼوال دې د محاکمې تر وخته له وثیقې پرته وساتل شي، که څه هم د هغه وکیلانو استدلال وکړ چې دولت د لکڼوال د تورنولو لپاره ډېر ناوخته اقدام کړی دی.
قاضي ویلي چې د دې پیښې له امله رامنځته شوې «سختې وېرې»، له وثیقې پرته د تورن د ساتلو لپاره د هغه په پرېکړه کېرول لوبولی دی.
هغه زیاته کړې: «په بشپړ ډول څرګنده ده چې هغه د هېواد له ډېرو برخو، درې زره میله، مسلح راغلی و او په ذهن کې یې یو ځانګړی هدف درلود.»
د سياېناېن د راپور له مخې، د لکڼوال یو وکیل ټرنساسټین استدلال کړی چې موکل یې باید خوشی شي او ویلي یې دي چې د عدلیې وزارت د هغه د تورنولو لپاره ناوخته اقدام کړی،هغه کومه جرمي سابقه نه لري.
څارنوال هم استدلال کړی، دغو سختو او توندو تورونو ته په کتو چې یو وسلهوال لومړۍ درجه قتل ترسره کوي، لازمه ده چې له محاکمې مخکې تورن ونیول شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لکڼوال راتلونکې محکمه دجنوري په ۱۴مه پلان شوې ده.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.