یونسف د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د هغو ماشومانو ملاتړ کوي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي

165

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د هغو ماشومانو ملاتړ کوي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د اروپایي ټولنې د بشري مرستو پروګرام نن (پنجشنبه، د لړم ۲۲مه) ویلي چې د «ECHO-ASIA» مالي مرستې له لارې د روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي څو د ماشومانو خوارځواکي ښه مدیریت کړي.

د دې پروګرام له مخې، یونیسف روغتیایي کارکوونکي روزي څو د خوارځواکۍ ناروغي د سرپایي درملنې له لارې اداره کړي، ترڅو د غیر ضروري بستر کېدو مخه ونیول شي.

تر دې مخکې هم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د نړیوال بانک په همکارۍ په هېواد کې ۷۰ «د ماشوم د ودې مرکزونه» جوړ کړي وو.

یونیسف (دوشنبه، د لړم ۱۹مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې دا مرکزونه د پنځه کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د روغتیایي، ښوونیز او رواني خدمتونو وړاندې کوي.

د دې مرکزونو د جوړېدو موخه د شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره د سالم او خوندي ودې شرایط برابرول بلل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.