تېره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

45

د طالبانو د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو کرښو شاوخوا ۸۳۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یوازې د کندهار ـ سپین بولدک له لارې ۱۲۷۳ کورنۍ هېواد ته راستانې شوې دي.

له دې سربېره، د هلمند ـ بهرامچې له لارې ۱۴۰ کورنۍ، د هرات ـ اسلام کلا له لارې ۴۳ کورنۍاو د نیمروز ـ ورېښمو له لارې ۳۴ کورنۍ ستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې راستانه شویو کډوالو سره د ټرانسپورټ، مالي، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه یوازې نن پاکستاني اړخ د افغان ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستې ده.

له دې وړاندې په اسلام آباد کې د طالبانو سفیر غوښتنه کړې وه، چې د کډوالو پر وړاندې دې یا تړلې لارې پرانیستل شي او یا یې د ستنولو لړۍ وځنډول شي.

طالبان وايي، د تورخم دروازه نن شنبه، یوازې هېواد ته د افغان کډوالو د راوښتلو لپاره پرانیستل شوه.

د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې پورې غاړې سلګونه په کډو بار موټر ولاړ وو، چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا دروازه وروسته له هغې پرانیستل کېږي، چې اسلام آباد کې د طالبانو سفیر کډوالو سره د پاکستان پر نامناسب چلند نیوکه وکړه.

هغه ویلي وو، په تېرو څو ورځو کې ۱۰ زره کډوال نیول شوي او د ستنولو مرکزونو ته وړل شوي او یا پر سړکونو هېواد ته د اوښتلو لپاره شپې ورځې تېروي.

تورخم شاوخوا درې اوونۍ وړاندې پاکستاني لوري طالبانو سره د جګړې وروسته د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.