د وعدې ځاي 

هاجره حرکت

73
‎د وعدې ځاي تـه چـې رانغـلې، انـتـظـار اوږدیــده
‎اسمـان لــمنـه وه سـره کـړې، مازدیـګـر تـیـریـــده
‎ چــپـنـه زیـړه طــلایې د مـنـې،  پـه ټـولـیـدو وه
‎ونـو تـنـې یـې لــوڅــولـې، پـرې سـیـلۍ سـولـیـده
‎زړه کې مې ټک وشو، وعده دې هیره کړې نه وي
‎پـردي وطـن تـه وي روان، چـې پـرما غـم وریده
‎د کلي اړخ ته د خونه، د ونې پانې مدام شـنـې وې
‎لیـکلـی نـوم مې، ستـا له نـوم سـره جـوړه ویلیده
‎د غره پر سر رڼا وه، د شپونکې شپیلۍ کې تـتـه
‎ میېنه یې، بـل تـه ودیـده د غــم پـه ویـر ژړیــده
‎تـل د نـیمګړو ارمانـونـو پـه مـالــت کـې اوســـو
‎د میـنې درد رانـه چاپـیـر وی،حال و نه سـمـیـده
‎دا  وران حالات جوړ خپل تړون راسره تل غځوي
‎هوسۍ  زموږ په څیر تیندک خوري له کمره لویده
‎برخلیک مو ګوره له هوسۍ سره اوس یو شان ښکاري
‎چې ګاونـډي او نـړیـوال مو پــه ښکار نـه سـتـړيــده
‎ملا حاکم شو سترګې پټې شوې غوږونه کاڼه
‎د پـــو هاوي څرک او  رڼـــا نــاره و نه رســیــــده
         په لوي لاس اخلي د هیواد ځواک مو پر ملا ماتوي
           پوهې او علم ته یې بې برخې کړو لا غم ډیریده
‎داسـې اوتــر او بــې بــاوره ســره لــرې چــې یــوو
‎بــيـا د ځـیرک  شيطان د غشې وار پر موږ لګـیـده

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.