د خوړو نړیوال پروګرام: په هرو پنځو کې یو افغان له لوږې سره مخ دی

57

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او فقر روان کړکېچ چټکې څپې ته په اشارې وايي، دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو له لوږې سره مخ دی.

دې سازمان نن (جمعه د لړم ۲) د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې کلیزې په مناسبت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې لوږه په پراخه کچه زیاته شوې او خلک له جدي ننګونو سره مخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان زیاتوي، چې له شااوخوا ۶۰ کالو راهیسې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او په دې موده کې یې د خوړو د خوندیتوب، ځان بسیاینې او يو شمېر نورو برخو کې د دوی لاسنیوی کړی دی.

دې پروګرام مرستندویه هېوادونو او ټولنو ته د مرستو لړۍ په تړاو په خپل پیغام کې لیکلي: «ستاسې ملاتړ دا لړۍ ژوندۍ ساتلې ده.»

د خوړو نړیوال پرورګرام څلور ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په تړاو خبرداری ورکړی و، چې په وینا یې افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کمښت له امله د خوارځواکۍ ګراف په مخ لوړوالي دی.

یاد سازمان د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې هم اعلان کړی و، چې افغانستان کې د ډېرو زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ۵۵۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د وزګارتیا، اقتصادي ستونزو او لوږې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او دا لړۍ ورځ بلې ته په چټکۍ روانه ده.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.