متقي: د هند سفر یو تاریخي او له لاسته راوړنو ډک و

85

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته خپل سفر تاریخي او له لاسته راوړنو ډک بللی او ویلي یې دي، چې دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه او دغه راز یې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه هم خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي امیرخان متقي د یوې ناستې په ترڅ کې د وزارت له کارکوونکو سره د اوومې ناستې او له هغې وروسته هند ته د خپل سفر جزئیات شریک کړل.
متقي ویلي، د مسکو فارمټ دا ناسته د تېر په پرتله بې‌سارې وه، ځکه اسلامي امارت په کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ.
هغه ویلي، د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، نه مداخلې، د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان د حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود.
نوموړي زیاته کړې، د یادې ناستې په ترڅ کې یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره هم لیدنې وکړې او د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.
متقي ویلي، دا یو تاریخي او له لاسته راوړنو ډک سفر و. د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، تعلیمي او روغتیايي مرستو، هوایي دهلېز، د واګا بندر د ستونزو حل، د چابهار بندر د اسانتیاوو پراخولو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.
هغه زیاته کړې، دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو توافق وکړ. همدارنګه، د هند د سوداګرۍ د خونې له مسؤلینو سره په ناسته کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د بازارموندنې، ګډو نندارتونونو په اړه بحث وشو.
د ده په خبره، له هندي پانګوالو سره یې د افغانستان د پانګونې په فرصتونو او د شته ستونزو په حل خبرې وکړې او همدارنګه له میشتو افغانانو او سیکانو سره یې لیدنه وکړه، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دیوبند له دارالعلوم څخه لیدنه یې د تاریخي اړیکو د بیا احیا لامل شوه، چې د هند د دیني او علمي مرکزونو له‌خوا یې تود هرکلی وشو، او د ديني زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې وشوې.
متقي ویلي، افغانستان یو خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي منافعو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.