رحمت شاه زرمتی د پښې د ټپ له امله د بنګله دېش پر وړاندې له دریمې یو ورځنۍ او زمبابوې ټېسټ لوبې بهر شو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی رحمت شاه زرمتی د چپې پښې د پوندۍ د عضلاتو د شکېدلو له امله یې د بنګله دېش پر وړاندې له دریمې نړیوالې یو ورځنۍ او د زمبابوې پر وړاندې له راتلونکې ټېسټ لوبې بهر شو.
نوموړي د بنګله دېش پر وړاندې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د توپوهنې پر مهال د پوندۍ په شاتنۍ برخه کې درد محسوس کړ او له طبي معایناتو وروسته څرګنده شوه چې د پوندۍ عضلات یې شکېدلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د طبي څانګې مسوولین اوسمهال له بهرنیو متخصصینو سره په مشوره بوخت دي، ترڅو رحمت شاه زرمتی تر ټولو غوره درملنه ترلاسه کړي او ژر تر ژره بیاځلې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.