په “پردې” کې د “ته” لټون

اجمل ښکلی

89

په “پردې” کې د “ته” لټون
“پردې” د نور محمد لاهو ازاد شعر دی؛ خو دا کلمه يوازې يو ځل په شعر کې راغلې او دا مو زړه چې ووايو، چې سرليک د شاعر د نورو شعرونو پر خلاف په ظاهره د دې شعر له داخلي جوړښت سره چندانې اړيکه نه لري؛ خو په مجازي ډول ښايي د شعر د راوي په ذهن د نارامۍ مانا ولري، چې د شعر له منځپانګې سره اړيکه لري.
راځئ، لومړی به شعر ولولو:
پردې
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا په بیلتون کلونه تیر شول
خو لاهم زما لستوڼي
ستا د زلفو خوشبويی کا
او د کور کړکۍ مې لاهم ستا لاسو ته منتظر ده
چې ته راشې او له مخې یې
په دوړو او د غڼو په تارونو پیچل شوې پردې کش کړې
او د پیړیو ویده شوی لمر را پاڅوي له خوبه
……..
خدای منې چې په ټول ښار او ټول وطن کې
بس یو کس هم داسې نه شته
چې په رنګ او په ښایست او په خبرو ستا په څير وي
هر سړی دلته په جیب کې یو وړوکی چاقو ساتي .
………
ته مې هیڅ یوه محل
او یوه ځای کې پیدا نه کړې
نه په غږ د سریندې کې
او نه هم خاموش سکون کې د زړو زړو سندرو
او نه هم مې د ځنګله په زرغون غږ کې
اونه هم د مهاجرو زاڼو شور کې
…………..
ته مې هیڅ ځای کې پیدا نه کړې
نه د ښار کتابخانو کې
نه مې هم د میینانوپه لیکونو
او اوږدو اوږدو کیسو کې .
…………..
ما ډيرې سترګې ولیدلې
ډيرې سترګې مې د ډيرو ښکلو ښکلو خلکو
زړه ته راغلې بیرته لاړې
خو یوه هم پکې ستا په شانې نه وه
چې یو وارې په کتو مې
د جونګړې دیوالونه را نسکور کا
آه ته څومره ښکلې
او ناترسه
بې پروا یې
لکه د چا په خورو زلفو په ماښام کې
د باران پستې پستې
خو درنې درنې څپیړې
شعر ټول پينځه بنده لري، چې هره کړۍ په جلا ډګر د “ته” د حسرت کيسه کوي او د مختلفو منابعو مفاهيم او استعارې رانغاړي؛ خو دې خپرو ورو مفاهيمو ته انسجام “ته” ورکړی او دا شعر په اصل کې د “ته” په لړ کې پېيلې د مرغرو امېل دی.
دا “ته” په ظاهري نظر د محبوبې تصور راکوي او دا تصور د شعر وروستۍ کړۍ لا پياوړی کوي او يا شاعر غواړي، چې موږ هم له ځان سره د “ته” په تلاش کې سرګردان کړي، هغه “ته” چې د شعر هره کلمه يې مانا د درېدا خبره بيا بيا ځنډوي او موږ په ذهن کې د “ته” د روښانه تصوير جوړېدو ته نه پرېږدي. همدا د نوي ازاد شعر ځانګړنه ده، چې د صراحت پر ځای احساس راکوي او شعر ته وحدت ورکوي. دا چې دا شعر راته کوم احساس راکوي، هغه به وروسته وګورو؛ خو لکه چې شاعر هم د ماډرن ازاد شعر دې ځانګړنې ته متوجه وي او نه مو پرېږدي، چې له “ته” نه يوه ټاکلې مانا واخلو، ځکه چې کله شعر دويم درېيم ځل ولولو او ښه ورته متوجه شو؛ نو پوهېږو، چې “ته” تر رومانتيکي مانا ډېر پراخه دی او په دې خبره د شعر د سريندې، سندرو، ځنګل د زرغون غږ، مهاجر زاڼو شور، د ښار کتابخانو او مينانو ليکنوغوندې د نورو کړيو کلمې هم شاهدي لي، چې خبره مازې د محبوبې د جدايۍ نه ده.
د وروستۍ کړۍ د کلمو ترڅنګ يو بل څيز چې موږ د شعر رومانتيکي مانا اخيستو ته هڅوي، هغه د “ته” مونث جنس دی، چې زموږ زياتره لوستونکي پرې له واره د محبوبې ټاپه لګوي. شاعر له دې تخنيکه ښه استفاده کړې؛ خو موږ يې په اصل کې د خپل شعر د کړيو په څلور لار کې پرېښي يو، چې د محبوبې د کور دروازه وټکوو که د ماناوو د رنګارنګۍ ښاريې ته روان شو، زه فکر کوم، چې وروستی غوراوی به دقيق وي.
د شعر لپاره داسې وزن او ټيټ ټون انتخاب شوي، چې د شعر د فورم له نورو عناصرو سره د نهيلۍ او نارامۍ د احساس په لېږد کې مرسته کوي او د “او نه هم”، “ته”، “ډېرې” غوندي کلمو تکرار که شعر ته انسجام ورکوي، په “ته” پسې د حسرت په تشديد کې هم مرسته کوي.
شعر په ډېرو خوندورو کرښو يا مسرو پيل شوی:
ستا په بېلتون کلونه تېر شول
خو لا هم زما لستوڼي
ستا د زلفو خوشبويي کا
او د کور کړکۍ مې لا هم ستا لاسو ته منتظر ده
چې ته راشې او له مخې يې
په دوړو او د غڼو په تارونو پېچل شوې پردې کش کړې
او د پېړيو ويده شوی لمر راپاڅوې له خوبه
شاعر راته يو رومانتيکه صحنه جوړوي. د يوه چا د زلفو د خوشبو حسرت راکوي. يوه محبوبه وينو، چې د شعر راوي يې زلفې ورجوړوي او دا يې له خوبه د راويښولو په نيت پردې ټولوي او کړکۍ خلاصوي. د لمر راختل او پر مخ يې د کړکۍ خلاصول يو خوندور احساس راکوي او د اميد مانا راتداعي کوي، په لاسونو د “ته” د زلفو د خوشبويۍ پاتې کېدا له ماضي سره شديده لېوالتيا ښيي؛ خو دوړې، د غڼو تارونه او د پېړيو ويده شوی لمر که له يوه پلوه د يوه اوږده او له شدته ډک انتظار احساس راکوي، ورسره د فرد پر ځای د ټولنې تصور هم راکوي او همدا هغه ټکی دی، چې موږ متوجه کوي، چې د شاعر انتظار او حسرت انفرادي نه، ټولنيز وبولو.
“پردې” هسې هم د پټوالي مانا لري او بيا چې دوړو وهلې او غڼو پکې تارونه هم غځولې وي؛ نو د زوړوالي، جمود او پاتيوالي مفهوم ښندي. “ويده لمر” بيا د شپې استعاره يا تشخيص دی او شپه د جهالت او پاتيوالي سېمبول. د ډېرو قومونو په تاريخونو او کيسو کې د يوه ناجي زېري شته. هر ملت چې د ژوند له سختيو تېرېږي؛ نو په خپلو کيسو کې د ذکر شوي ناجي انتظار کوي، چې دوی به د ظالمانو له ظلمونو ژغوري او بيا به هغه بايللی پرتم راژوندی کوي. په دې شعر کې په دې اسطوري موتيف دروند سيوری خپور دی، ځکه د ژمي، لمر، شپه، د غڼو ځالې او دوړې اسطوري مفاهيم دي، چې شعر له اسطورې سره تړي او زه فکر کوم، چې د لاهو د نورو شعرونو په سر هم د اسطورې لاس شته او دا يې يو امتياز دی. دا ښيي، چې شاعر د ځان نه، د ټولنې د احساس خبره کوي.
شاعر په ورپسې کړيو کې هم د “ته” لټه کوي او په يوه څېره کې يې نه مومي:
بس يو کس هم داسې نشته
چې په رنګ او په ښايست او په خبرو ستا په څېر وي
دا کړۍ د شعر د حسرت انتزاعي مفهوم عيني کوي؛ خو په يوه ډول پکې د تېرو متونو غبرګون وينو. حميد هم يو وخت “لټوي په خپلې ورکې پسې هر مخ”. د لاهور شعر لکه د حميد د بيت تفصيل چې وي. حميد هم راته ويلي وو، چې زړه يې تش دی، لکه يو څه چې ترې ورک وي، لاهو هم راته وايي، چې زړه مې خالي خالي رالګي، څه پسې ګرځم، خو چې څه پسې ګرځم؟ نه يې د سريندې په غږ کې مومم، نه په زړو سندرو او نه هم د ځنګله په زرغون غږ، نه هم د مهاجرو زاڼو په شور، نه د ښار په کتابخانو او نه په اوږدو کيسو کې. د حميد او لاهو د ورکې په احساس کې يو مرکزي توپير دی. د حميد د ورکې احساس د انفرادي لاشعور زېږندی دی؛ خو د لاهو هغه د ټولنيز هغه.
يو شی چې په يقين سره د دې شعر په اړه ويلی شو، هغه ټولنيز اضطراب يا سراسيمګي ده. هر افغان له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د همدا نارامي او اضطراب تجربه کوي، چې شاعر يې په خپل شعر کې انځور وړاندې کړی. دا د لاهو په شعر کې د مرکزي مفهوم په ډول په ګڼو استعارو او سېمبولونو کې وړاندې شوی دی.
په دې شعر کې نوستالژيک پاراډوکس وينو. په شعر کې د “ته” لټه راته وايي، چې شاعر د هغه “ته”، چې دی يې د لمر د سهارنۍ پلوشو په پستو لاسونو له خوبه راپاڅاوه، لټه کوي. دا زموږ د هغه “ته” کيسه ده، چې د نيمې پېړۍ په دوړو او د غڼو په ځالو کې رانه ورک دی. هر افغان فکر کوي، چې نيمه پېړۍ مخکې مو ښه ژوند درلود، کاش هغه وخت بيا راشي؛ خو شاعر رانه په شعر کې دا انتخاب هم اخلي او وايي:
ته مې هېڅ يوه محل
او يوه ځای کې پيدا نه کړې
نه په غږ د سريندې کې
او نه هم خاموش سکون کې د زړو زړو سندرو
موږ چې د نوستالژۍ په شديد احساس اخته يو، د تېرې زمانې هره نښه راته سکون او خوند راکوي. سرينده او زړې سندرې زموږ د ماضي نښې دي؛ خو د شاعر راباندې دا هم پېرزو نشي، راته وايي، چې نه، ستونزه په دې هم نه هوارېږي. بايد له زړې زمانې لاس ووينځو، چې راتلونکې نه ده.
د شعر د راوي زړه که په زړو سندرو نه تسکينېږي، د ځنګله په زرغون غږ او د مهاجرو زاڼو په غږ کې هم هغه سکون نه مومي، چې ده د “ته” په سېمبول کې وړاندې کړی. ځنګل او زاڼې د طبيعت نښې دي، چې د رومانتيستو شعرونو طبيعت پرستي رايادوي، چې په ښار کې په ورک کړي پسې ارام پسې د ځنګل او طبيعت لار نيسي؛ خو د دې شعر راوي د يويشتمې پېړۍ د اضطراب حل ځنګل هم نه بولي. له زاڼو سره د مهاجرو د کلمې کارونه زموږ کډوالۍ ښيي. موږ فکر کوو، چې ورک سکون به په کډوالۍ کې ومومو، خو شعر راته وايي، چې رانه و دې نه موند.
نو که په طبيعت کې نشته، په ښار کې به وي؛ خو هلته هم نشته:
ته مې هېڅ ځای کې پيدا نه کړې
نه د ښار په کتابخانو کې
ښار په ادبياتو کې د مدنيت نښه ده او کتاب د علم او پوهنتون؛ خو شاعر دلته هم “ته” نشي موندلی. شاعر د “ته” د لټې په اړه زموږ د فکر انتشار په دقيق ډول وړاندې کړی. موږ د نهيلۍ په داسې مقام ولاړ يو، چې د ژوند او اطمينان او هره موخه راته د راډيکالو وجود پرستانو غوندې بې مانا ښکاري. د هرې تسلۍ په زنګانه چې سر کېږدو، د شګو د بند غوندې رانه وښويېږي. له هېڅ دليل او حل سره زموږ د ستونزې کيلي نشته. دا بې اطميناني د دې شعر مرکزي ټکی دی. هغه مدنيت او علم پالنه چې په ماډرنيزم کې مثبته چاره ګڼل کېده، پوسټ ماډرنيزم وننګوله او په پوسټ ماډرنيزم کې بې مرکزه شول. زموږ د وطن په بربادۍ کې هم ځينې د ښار او کتاب لاس ويني. زه دا نه وايم، چې شاعر دا خبره تاييد کړې؛ خو ښار او کتاب يې بې مرکزه کړي هرومرو دي.
د شعر د دويمې کړۍ په پای کې يوه مسره راغلې، چې په ظاهر نظر په سپين کميس کې د تور پيوند غوندې بې تړاوه ښکاري؛ خو په ژور نظر د شعر د مانا په سپړلو کې مرسته کوي:
هر سړی دلته په جېب کې يو وړوکی چاقو ساتي
چاکو د جنګ او کرکې سېمبول دی، چې موږ ته هغه ټوله صحنه سترګو ته دروي، چې يو کس ولې او څرنګه په مخالف پسي چاکو راباسي. دا سېمبول راته وايي، چې خلک تېرې نيمې پېړۍ دومره له غوسې او يو بل ته له بدبينۍ ډک کړي، چې په بل پسي د خپلې ايډيالوژۍ او ټاپې چاکو راباسي. هر سړی دلته په جېب کې يو وړوکی چاقو ساتي، مطلب دا چې د هغې مينې چي د “ته” په وجود کې مجسمه وه، ځای چاکو نيولی.
په ټوله کې دا شعر د “ته” لټون دی؛ خو دا “ته” په يوه ځای کې هم نشته. دا “ته” په غالب ګومان هغه تسکين او مينه دي، چې د شعر راوي ورپسې د حسرت اوښکې تويوي. شاعر د خپلې ټولنې سراسيمګي په ګڼو سيمبولونو کې انځور کړې او د “ته” احساس يې پرې لا شديد کړی؛ خو ورسره يې شعر د صريحې او يوې مانا له منګولو هم ازاد کړی دی؛ خو څه چې موږ په دې شعر کې احساسوو، هغه د يوه قرار لټه ده، چې د راوي اروا يې مضطربه کړې ده.
د دې شعر د نقد لپاره له فورمالیستي نظریې نه استفاده شوې، زه فکر کوم چې د لاهور، ومان، اسحق ننګیال غږندې لنډو شعرونو او د اجمل پسرلي غوندې د لنډو کیسو د نقد لپاره فورمالیستي نظریه موثره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.