زردشتي دين ( Zoroastrianism) يو پخوانی دين دی، ويل کيږي چې اوس يې هم په ځينو هېوادونو؛ لکه ايران، تاجکستان او هند کې پلويان شته. د دوی کتاب اوېستا نومېده. زردشت داسې ليدلوری درلود، چې ګواکې دوی د اهورامزدا (Ahura Mazda) چې د رڼا او حکمت خدای و او اهرېمن (Angra Mainyu) چې د بدۍ، تيارو او ناپاکۍ يا شيطان د دوی په خلاف د بدۍ ځواک ولاړ دی. د دوی د پلويانوتر منځ جګړه وه. دوی به د خير او شر جګړه بلله، او پر دې باور و چې د خير خدای يانې اهورامزدا به دا جګړه ګټي.
د زردشت پلويانو به انسان د خدای همکار باله او مخالفين به يې د اهرېمن يا شيطان پالونکي او دوزخيان.
(سوی تاج) د ښاغلي عبدالستار سعادت نوی چاپ شوی ناول دی، چې منځپانګه يې د زردشتي دين د پلويانو تاريخ، جګړو،قبيلو، دودونو، عقيدو او په نورو کړو وړو راڅرخي.
که څوک د زردشتي دين، اهورامزدا، اهرېمن او اوېستا او نورو له نومونو او تاريخ سره بلد وي؛ ممکن له دې تاريخي ناوله ډېر خوند واخلي. که په دې اړه مطالعه او مالومات نه لري، کېدای شي د ناول کرکټرونه، دکرکټرونو، سيمو او قبيلو نومونه ورته خسته کوونکي او بې خونده تمام شي.
د نصير احمد احمدي صاحب تاريخي ناولونه زموږ په ذهن کې ځکه ښه کېناستل، چې موږ د خپلو مشاهيرو، مخالفينو، جغرافيه او ليدلورو سره بلد وو، لکه يو څوک چې د خپلو نېکونو د بريو او ماتو کيسه راته کوي؛ خو د نورو ټولنو د تاريخي ناولونو کيسې او کرکټرونه ممکن زموږ په ذهن کې وار له واره او په ښه ډول حک نه شي؛ خو د داسې تاريخي ناولونو ښېګړه دا وي، چې که يو راوي يا ليکوال راته په وچه نثري ژبه د اوېستا او زردشتي دين اوږدې کيسې کوي؛ خامخا راته زړه تنګوونکې تماميږي؛ خو که د ناول يا نقل په څېر يې راته وکړي، نو لوستونکی او اورېدونکی هم خوند ترې اخلي او هم يې کيسه په ذهن کې ښه پاتې کيږي.
ډېر کلونه وړاندې مې د سعادت صاحب د ( انتظار) په نوم يوه لنډه؛ خو ډېره اوږده کيسه لوستې وه، په لومړي ځل مې کيسې ته ژړل. په هغې کيسې ښکلی ناول ليکل کېدهء. هلته پوی شوم چې سعادت صاحب د شعر سربېره د داستان ليکلو وړتيا هم لري.
د سوي تاج پيل ته د ناول د پای د دوو قبيلو د جنګ د پايلې يوه له تلوسې ډکه صحنه راوړل شوې ده، خو په دوام يې اصل کيسه چې له پيل سره هيڅ تړاو نه لري، لوستونکی حيرانوي چې کيسه کومه خوا لاړه؟ زما په اند که د ناول د اصل کيسې پيل همداسې له تلوسې ډک پيل شوی وای، لوستونکي به دا فکر نه کاوه، چې ګواکې په پيل کې يې د ناول لوستو او جذب لپاره تېراېستی دی. د ناول له مهمو ارونو يو دا دی چې پيل يې بايد جذاب او له تلوسې ډک وي، چې لوستونکی له پيله تر پايه له ځان سره لاس نيولی بوځي.
د ناول کم و زيات پنځوسو مرکزي او فرعي کرکټرونو چې نومونه او کرکټرونه يې له لوستونکو هم هېريږي، په دومره خوندور ډول لوبول شوي دي، ته وا چې لیکوال د زردشت د زمانې سړی دی او دا معرکه يې په خپلو سترګو لېدلې ده، بلکې راوي يې پاتې شوی دی. ناول داسې په هنر ليکل شوی دی، ته وا د يوه جنګي فلم لپاره سناريو وکښل شي، يا لکه د يوه جنګي فلم صحنې او کيفيتونه ټکي په ټکي قلم بند کړی شي.
په دې لسګونو کرکټرونو کې؛ لکه وړاندې مو چې وويل نومونه يې موږ ته ځکه سخت او نااشنا ښکاري چې زموږ د ټولنې له نومونو بيخي متفاوت دي، پر ما يوازې د فلم د مرکزي کرکټر روهينې نوم ښه ولګېده. کله چې ناول پای ته رسيږي، لوستونکی نه پوهېږي چې د څومره کرکټرونو نومونه به خيالي وي؟
که په لمنليک کې د ځايونو، قومونو او کرکټرونو پېژندنه نه وای شوې؛ ممکن لوستونکو له ناول هيڅ خوند نه وای اخيستی.
د مثال په ډول هغه وخت د فاصلې واحد يوجنا و، همداسې د وخت واحد لکه زريمايا چې کال به يې په شپږو فصلونو وېشلی و، جهتونه يا لوري به يې شمال ته د ساړه باد اړخ، جنوب ته د تاوده باد اړخ بلل او همداسې نور واحدونه. لکه زموږ په ياد به چې څو لسيزې وړاندې زموږ مشرانو وختونه په ستورو، د لمر په سيورو، د سپوږمۍ په حالت او نورو مالومول.
ما دا هم اورېدلي و چې د ناول په ژباړه کې د حقيقي نومونو بدلول عېب نه دی؛ خو يادونه کول يې اړين دي. نه پوهېږم چې په داسې تاريخي نومونو کې به څومره جواز ولري؟
د لیکوال د ليک هنر راښيي چې څومره له جنګي مهارتونو خبر دی، د دربارونو د ادابو کيسې او د مشرانو په وړاندې ځانګړي اداب بايد څنګه وشي؟ يو ځای يو کرکټر خپل ملګري ته وايي چې آس ته ډېرې اوبه مه ورکوه، مانا دا چې بيا له مزله لويږي. يا په ډېرې ستړيا کې په يوه دمه اوبه مه څښه، لکه په ځينو فولکوري نقلونو کې چې لولو، عاشق يې له سفره ستړی راستون شوی وي، معشوقه يې اوبه وروړاندې کړي؛ خو په اوبو کې د ونو پاڼې ورته واچوي، د دې لپاره چې په يوه دمه يې و نه څکي؛ خدای مه کړه څه صحي مشکل ورته پيدا نه کړي.
په ناول کې ځينې شيان او غوټې خپله کيسې راسپړلي دي؛ لکه منجنيق چې پخوا به يې په مرسته جنګيالیو غټې غټې ډبرې ويشتې او لکه د اوسنيو توپونو به يې کار ترې اخيست. همداسې جنګي پلانونه، دسيسې او توتيې راښيي چې په سیاست کې هر څه پېښيږي؛ بلکې هر څه جواز لري. د نښتار د يوازينۍ مينې روهينې په څېر يو څوک هم د عقيدې په نوم داسې کېدای شي چې پر خلاف يې ودريږي؛ خو په مرګ يې نه وي پېرزو. د لمبو په منځ کې ورځي او د ابدي اور مېلمنه کيږي.
که څه هم چې د يوازيني ښځينه کرکټر روهينې رول په پيل کې ډېر ښه لوبول شوی دی؛ خو په پای کې برخليک ښه نه دی انځور شوی.
د نيسم حجازي د ځينو ناولونو په څېر سوی تاج هم د مینې، مذهب، جنګ، قبېلو او… ګډ امتزاج دی. مانا دا چې که يوازې جنګي يا تاريخي اړخ يې درلودی، ممکن د روماني ذوق لوستونکی ترې تنګ شوی وای، يا که يو عقيدتي لوستونکي سوی تاج لوستی او کيسه يوازې پر روهينې او نښتار راڅرخېدی، ممکن خوا يې ور وهلې وای.
دا چې ناول ډېر اوږد شوی دی، که څه هم چې مکالمې يې بيخي شاعرانه او لنډې دي؛ خو که د ناول د لنډېدو په پار پکې مکالمې راکمې شوې وای، دا به خوره ښه وه؛ ځکه چې په پنځو يا څلورو کې نږدې درې برخې د کتاب مکالمې دي.
په پښتو کې لومړی کتاب وينم چې يوازې يو يا دوه ځايه ټايپي تېروتنې لري. سربېره پر دې د ناول ژبه دومره خوږه او شاعرانه ده چې لوستونکی که سعادت صاحب نه پېژني؛ خو له ناول لوستو وروسته پوهيږي چې ليکوال يې لکه چې شاعر هم دی؛ لکه په ۶۲ مخ کې چې وايي:
ــ … پاڅېده، پوځي جامې يې واغوستې، وېښتان يې ږمنځ کړل، وروسته له ډېره وخته يې هېنداره راواخيسته، په زړه کې يې وويل: پس له ډېرې مودې مې ځان سره وليدل، بيا يې ايينه پړمخې کېښوده….
يا لکه په ۷۸ مخ کې:
ــ دا دنيا چې موږ پکې ژوند کوو، د خاموشۍ ستر برج ته ورته ده، بنيادم رڼې رڼې ګوري، اندېښنې يې لکه کارغان پر زړه خولې لګوي. دا ورځې او شپې يې غټې ګورتبې دي چې ورو ورو مو د وېښتانو رنګ خوري، بيا مو زور اوبه کړي او اخر کې مو ټول له ستوني تېرکړي….
يا لکه په ۱۳۵ مخ کې چې نښتار او روهينه يو بل ته وايي:
ـــ … ته مې د زړه چغې نه اورې.
ـــ زه دې ان د سترګو رپېدل هم اورم….
ــ دوه ځلې د مرغۍ په خوب ويده شوم….
ــ زاوېره مين شه، په دې نړۍ کې ډېر رنګونه شته چې تر څو زړه و نه بايلې، ځان نه درښيي.
ـــ … نښتار هک پک پاتې و، ټول لفظونه ترې داسې وتښتېدل؛ لکه د مرغيو په سېل چې باښه راشي….
لنډه دا چې سوی څراغ په زړه پورې ناول دی، که مو ولوست پوی به شئ چې د اوس په څېر هغه وخت هم تر دې زيات خيالي، زمکني او ديکتاتور خدایان وو چې خلک يې د عقيدې او مذهب په نوم ځانونوته رام کړي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.