فېروزه په افغانستان کې د طبیعي ښکلا او لرغوني تاریخ یوه داسې ډبره ده چې له پېړیو راهیسې د خلکو د زینت، برکت او اقتصادي ارزښت لپاره کارېدلې ده. زموږ د وطن غرونه د ګڼو قیمتي ډبرو ترڅنګ د فیروزې کانونه هم لري، په ځانګړي ډول د بدخشان غرونه چې د لاجورد ترڅنګ د فیروزې د ښکلو ډبرو له امله هم شهرت لري. افغان فیروزه د خپل آسماني رنګ او طبیعي صفا له امله ځانګړی نوم لري او د سیمې خلک یې د زړه د سکون او د ژوند د برکت لپاره په خپلو ګاڼو کې کاروي.
فیروزه د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ځانګړی ځای لري. د کوشاني دورې له زمانې څخه نیولې تر اسلامي تمدنونو پورې، افغان فیروزه د ګاڼو او د ودانیو د ښکلا لپاره کارېدلې ده. د لرغونو اثارو په موندنو کې داسې انګښتونه او ګاڼې ترلاسه شوي چې د بدخشان فیروزه پکې کارول شوې ده. د دې ډبرې قدامت یوازې د زینتي اړخ پورې نه محدودېږي، بلکې د خلکو په عقیده کې یې هم ځای نیولی دی، ځکه د افغانستان په کلیوالي کلتور کې فیروزه د نېکمرغۍ نښه بولي.
په بازار کې د فیروزې بیه د هغې پر رنګ او صفا پورې تړلې ده. که ډبره سپین شین او له لیکو پرته وي، قیمت یې لوړ وي، خو که په کې تور یا نسواري داغونه ولري، ارزښت یې لږېږي. په افغاني بازارونو کې د فیروزې بیه له څو زرو افغانیو تر لسګونو زرو افغانیو پورې رسېږي، په ځانګړي ډول هغه ډبرې چې له بدخشان راوځي او صفا او ښکلی آسماني رنګ لري، ډېر قیمتي ګڼل کېږي.
فیروزه زموږ په ټولنه کې له پخوا راهیسې رواج لري، خلک یې د ګوتمیو ګاڼو او د کور د زینت لپاره کاروي. ډېر مشران یې د خیر او برکت په نیت د خپلې ګوتې په کړۍ کې اچوي او د زړورتیا او عزت نښه یې بولي. دا دود د افغانانو په کلتور کې دومره ژور راسخ شوی چې تر ننه هم د فیروزې ډبره د خلکو د خوښې او درناوي ځای لري. نو فیروزه یوازې یوه قیمتي ډبره نه ده، بلکې د افغانیت د لرغونتیا، د کلتوري ارزښتونو او د تاریخي دوام یوه ښکاره بېلګه هم ده.
درنښت.… یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.