ستا اننګي مې په چا نه دي پېرزو
دوي د بهار په قدر نه پوهېږي
ستا د خبرو ترنم نه لوګى
کوڼ د ستار په قدر نه پوهېږي
*******
دلته څوک قدر د رڼا نه کوي
دلته په زړونو کې تياره خوره ده
دې د خزان بچو ته مه ورکوه
هغه مسکا چې دې په خوله خوره ده
*******
څنګه دې حوره په دوزخ کې اوسي
په اور دې وسوزي مهينه سينه
دا خو انصاف نه دى چې کاڼي زړونه
کوي خوبونه په وريښمينه سينه
********
پرېده دنيا چې ګډې وډې وايي
راځه راځه زه دې سندرې اورم
ته يې چې تل کوې له ستورو سره
د زړه په غوږو ستا خبرې اورم
********
دواړه به يو په مېکده کې د عشق
د خداى په نوم باندې به جام پورته کړو
چپ چپ د مچو کې به رنګ کړو غزل
مسته نوابه له باګرام پورته کړو
*********
ځه کايناتو نه د باندې وځو
چې د انسان د خيال څپه نه ورځي
يو داسې ستوري کې د نور به اوسو
چې هيڅ ادم ته يې نامه نه ورځي
***********
ستا په وجود کې لاهوتي رڼا ده
راشه چې زه يې عبادت وکړمه
ته دې ټپو ته رنګ د مينې ورکړه
زه به غزل ته رياضت وکړمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.