د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، له امیرخان متقي سره د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر د هېواد ختیځ کې د زلزلې پر وضعیت خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دې ټيلیفوني خبرو کې جی شنکر د هند حکومت په استازیتوب له افغان زلزله ځپلیو سره خواخوږي ښودلې او د ۱۰۰۰ خېمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د ورسپارلو خبر ورکړی دی.
هند د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد ختیځ زلزله ځپلیو سره به د درملو او خوراک برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
امیرخان متقي د هند له مرستې او خواخوږۍ هرکلی کړی او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړ دی.
له دې وړاندې د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي هم په افغانستان کې د مرګونې زلزلې له امله افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې وه او اړینو ممکنه مرستو ته یې چمتووالی ښودلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.