ولې مطالعه مو په ذهن کې نه کیني؟

لیکوال: لقمان بشرمل

98

اکسون مجله، د پوښتنو ټولګه

(نهه لاملونه)

ډېری خلک شکایت کوي چې موږ مطالعه نه شو کولای یا مو مطالعه په ذهن کې نه کیني، دا  ستونزه ډېر علتونه لري چې زه یې دلته د څو نه یادوونه کوم:

لومړی لامل دا دی؛

 چې دوی د خپلې خوښې مطالعه نه کوي، هر کتاب چې مخې ته ورځي لولي یې چې دا چاره یې د خپلې رشتې په کتابونو هم بې اعتباره کوي، فرض مثال ما ته په ازاده مطالعه کې د سیاست اړوند مطالعه خوند راکوي ځکه چې ما حقوق او سیاسي علوم لوستي هم دي او خوند هم راکوي، زما تنده هم پرې ماتېږي او ما ته ضروري هم ده چې زه باید سیاسي مطالعه وکړم، نه دا چې زه د بیولوژۍ یا د ریاضي کتاب را واخلم.

دویم لامل دا دی؛

چې دوی مطالعه ته مناسب چاپېریال نه انتخابوي، یو داسې چاپېریال چې هلته شور نه وي، هلته څوک په خبرو، د راډیو، تلویزیون په غږولو مصروف نه وي، فقط فضا د مطالعې لپاره وي.

درېیم لامل دا دی؛

ځینې خلک چې مطالعه کوي وخت یې ورته تعین کړي، چې زه به د سهار په ۶ بجو مطالعه کوم. په دې کې بیا د جبر مسئله تحمیلېږي، ځکه چې که ته روغ وې یا نه، نو ته به خامخا مطالعه کوې. موږ وایو چې مطالعې ته د وخت تعینول مهم نه دي، فقط دومره ده چې کله فکراً جوړ وې، باید مطالعه وشي او که چېرته جوړ نه وې، بیا خو مطالعه په ذهن کې نه کیني.

څلورم لامل دا دی؛

چې دوی په وسواس کې مطالعه کوي، وسواس په دې مطلب که ته چېرته وږی وې یا تږی وې یا خوب درغلی وي، نو لومړی ته دا وسواسونه ورک کړه بیا مطالعې ته کېنه. د استاد غضنفر په قول چې: استاد رفیع به اول ماخستن خوب کاوه کله به چې د شپې دوه بجې شوې، فضا به ارامه شوه، خوب به پوره شو، بیا به یې مطالعه کوله.

موږ یو څو کسان یوې غټې مشاعرې ته ورغلی وو، موږ ویل د ډوډۍ بندوبست هلته شوی وي، موږ وږی ورغلي وو، شعر به مو د زړه په زور اورېده او نه توجه جوړېده.

پنځم لامل دا دی؛

دوی مطالعه په څملستو او یا پرېوتي ډول کوي، یو خو ارواپوهنه وایي چې دا ډول مطالعه په ذهن کې نه کیني او بل لوی علت دا دی چې په دې ډول مطالعه لوستونکي ته خوب ورولي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا تاسو مطالعه د دې لپاره کوئ چې خوب درشي او که بیداره شئ؟ نو که ممکنه وه نو مېز او چوکۍ د مطالعې لپاره مناسب وسایل دي او که چېرته نه وي، نو ناستی ورته غوره دی.

شپږم لامل دا دی؛

دوی د مطالعې ناڅوړ او یا غورچاڼ نه را وباسي.  فرض مثال یوه موضوع راغله چې اساسي قانون څه ته وایي او د چا له خوا وضح کېږي. نو باید ته د اساسي قانون روح څخه خبر وې چې اساسي قانون څه ته وایي؟ د دې قانون موضوع څه ده؟ دا په څه راڅرخي؟ چا وضع کړې ده؟ ولې منځ ته راغلې ده؟

دا چې نوټ را واخلې اول پوښتنه ولیکې او بیا لاندې ځواب ولیکې یا مثلاً وایو چې په شعر کې ارواپوهنه څه ته وایي؟ ته باید دقیق اوله موضوع وپېژنې چې ورسره ښه بلد شې، بیا ور پسې وځه د دې په باره کې تحقیق وکړه.

اووم لامل دا دی؛

افغانان کار ته د کار نه وایي، فرض مثال ته یو زده کوونکی یا یو محصل یې، نو ته فکر وکړه چې زه باید د دې تعلیم په ذریعه خامخا ځان یو هدف ته ورسوم ځکه چې د بل کار نه خو وتلی یم، باید یو څه خو وکړم، هسې فضول وخت خو په ګېمونو او نورو سوشل مېډیا باندې مصرف نه کړم، که ته واقعاً کار ته کار ووایې نو مطالعه به په ذهن کې څنګه نه کیني، پوښتنه لومړی ځان سره ځواب کړې.

اتم لامل دا دی؛

 ځینې لوستونکي په یو وار ځان ملا کوي، دا کولای شي چې له مطالعې څخه یې زړه توري کړي دا کولای شي چې د مطالعې سره مینه په نفرت واړوي او دا کولای شي چې لوستونکی حیران او ګنګس کړي، نو مطالعه باید دومره وشي څومره مو ښه فکر ـ ښه موډ ورته جوړ وي.

نهم لامل دا دی؛

موږ کتابونه لولو نو یو نیم لغات په کې راشي یوه موضوع او یا لیکنه را ګونګه کړي، نو موږ باید د خپلې څانګې او مطالعې اړوند خامخا یو ډېکشنري له ځان سره ولرو چې د اړتیا په وخت کې ورنه ژر او ښه ګټه واخلو.

Luqmanaram33@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.