باغ

عبدالغفور ليوال

70

زه مې په باغ کې ومه

له خپلې مینې سره.

له چا مې تمه د سجدې هم نه‌وه

نه مې تاووس سره څه رخه وه

                                  او نه‌مې وه ډبره لاس کې

چې چېرته مار ووژنم.

باغ مې وجود و

                  او «هغه» به هر سهار راپاڅېدله زما له کیڼې پُښتۍ

موږ د نرګسو له هیندارو څخه یو د بل د سترګو «کلیمې» لوستلې

ښکلي څښتن،

                     لکه ښوونکي راښووله د ګلونو ژبه.

هست ومه،

                مست ومه

                            رودل مې له جوړه انارو

د پېژندنې شراب.

زه مې په باغ کې ومه

مڼه مې بوی کړه

او غنم مې د ورېښمو په تار وپییل د یار غاړې ته

اوس رانه هېره ده،

                      چې چا ته چا سجده ونه‌کړه؟

او چا راپورې کړل تورونه زما په نشته لمن؟

نه مې مڼه وخوړه،

                            نه مې د غنمو دانه.

ما مڼه بوی کړه

او غنم مې د ورېښمو په تار وپییل د یار غاړې ته

نه مې له مار سره بدي وه،

نه مې رخه د تاووس پېژنده

خدای خبر څه پېښه وه

چې یوناڅاپه زه او زما هغه ښایسته ملګرې

چې هرسهار به پاڅېدله زما له کیڼې پُښتۍ

له باغه وشړل شو

ـ باغ ـ

چې په موږه ګران و.

او دا دی

موږ تبعیدیان

په یوه بله دونیا

یو تور کارغه ته ځير یو

چې خپل بچي خښوي.

کارغه وزګار نه دی، چې ویې‌پوښتم:

– ښاغلیه ته پوهېږې،

چې موږه ولې تبعید شوي یو له باغ‌وطنه؟

له موږه هېره ده،

                    چې چا ته چا سجده ونه کړه؟

موږ نه له مار سره دوښمن وو

نه مو رخه د تاووس پېژنده

نه مو مڼه خوړلې ،

نه مو د غنمو دانې

څښتن یې ویني، چې غنم شول د «هغې» غاړه‌کۍ

چې هرسهار زما له کیڼ اړخه راپاڅي داسې تکه سره وي

لکه ښکل‌شوې او بوی‌شوې مڼه.

څوک شته، چې وپوښتي په کومه ګناه

را تبعید شوي یو له هغه باغه

چې اوس هم ګران دی په موږ؟

ښاغلی کارغه!

وخت لرې؟

یوه پوښتنه لرم.

ولې دې یو زوی په بل زوی وواژه؟

ښاغلی کارغه!

زما او څښتن ترمنځه ولې ناست یې؟

پرېږده، چې مخامخ یې پوښتمه:

موږ دلته ولې راغلو؟

او

زه مې ولې

                هره شپه

                           هغه بایللی باغ په خوب وینمه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.