ولې د کتاب نړیواله ورځ نمانځو؟

لیکواله: شکېبا نادري

80

اکسون مجله، د پوښتنو ټولګه

هره هغه کړنه چې په اسلام کې یې ترسره کول روا بلل شوي او خدای ج یې خپل بنده‌ ګان په ترسره کولو مکلف کړي دي، په هغه کار کې تل د انسانو خیر نغښتی دی. کله چې پر حضرت محمد ص قران کریم نازل شو، جبرائیل ع ورته راغی، محمد ص یې کلک راونیو او د اقرأ (ولوله) د لوستلو امر یې ورته وکړ. دا لومړنۍ کلمه وه چې پرې تکرار یې کړه. الله ج قران کریم د دې لپاره نازل کړ چې په ټولنه کې بدلون راشي او هغه د جاهلیت دودنه له منځه لاړ شي.

الله ج هغه کس چې لولي او هغه کس چې لوستل نه شي کولای، له بینا او ړانده سره پرتله کړي دي. الله ج فرمایلي: “ایا هغه کسان چې پوهېږي برابر دي له هغو کسانو سره چې نه پوهېږي.” هېڅکله لوستي او نا لوستي کسان سره برابر نه دي. له دې ښکاري چې اسلام موږ د کتابونو لوست او مطالعې ته رابولي، ځکه لوستل د انسان د ژوند لویې ستونزې او کړاوونه حلولای شي، لکه یو کس په کورني ژوند کې ستونزې لري، له ملګرو سره د مشورو ترڅنګ یې اسانه لار مطالعه ده.

پر دیني اړخ سربېره که دنیوي اړخ ته هم ځير شو، د کتاب لوست د کتاب لوستونکو لپاره بې شمېره ګټې لري، د بېلګې په توګه د کتاب لوستل په انسان کې د غوره وینا کولو وړتیا پیدا کوي، هغه کسان چې کتاب لولي هېڅکله د خبرو کولو پرمهال نه وارخطا کېږي، ځکه د مطالعې له برکته یې پخپلو ماغزو کې بې شمېره ویي زېرمه کړي او د اړتیا پرمهال یې کاروي.

د مطالعې بله ګټه د ښه لیکلو د مهارت پياوړتیا ده، هغه کسان چې غواړي ښه لیکل وکړي، لومړی باید ډېر او په غور لوستل وکړي. د کتاب لوست د ماغزو لپاره غوره سپورټ دی، د ماغزو د فعالولو او ارامولو لپاره غوره وسیله د خپلې خوښې او بېلابېلو کتابونو مطالعه ده.

د فلم له لیدلو د کتاب لوستل غوره دي، ځکه د فلمونو جوړل دویم لاس مواد بلل کېږي چې له لیکلو وروسته له ځینې بدلونو سره مل او لیدونکو ته وړاندې کېږي، انځورګري یې هم مصنوعي ده، خو د کتابونو لیکل بیا د لیکوال د خپلو ماغزو زېږدنه او لومړی لاس مواد دي چې لوستونکي ته د لوست پرمهال دا ډاډ ورکوي چې کوم څه چې لیکل شوي له رښتني ژوند سره ژوره اړیکه لري.

د یو ښه کتاب لوستل داسې دي لکه د هغه چا ترڅنګ اوسېدل چې ورسره مینه لرئ او الهام ترې اخلئ، لکه څنګه چې تاسو د هغه کس چلند خوښېږي او غواړئ همغه تکرار کړئ، د یو ښه کتاب لوست هم ستاسو چلند همداسې اغېزمنولی شي.

د کتاب لوستل د هر پوړ په ځانګړې ډول ماشومانو او ځوانانو د ماغزو پیاوړتیا او پرمختګ لپاره خورا مهم دي، چې باید په عادت بدل شي.

د کتاب لوست د انسان علمي کچه او پر ځان باور لوړوي. د دې ټولو ګټو په پام کې نیولو سره په ۱۹۹۵ کال په فرانسه کې د یو کلني کنفرانس په ترڅ کې د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان یونیسکو له خوا د اپرېل ۲۳ مه «د کتاب نړیواله ورځ» وټاکل شوه. اوس هر کال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې همدا ورځ نمانځل کېږي.

که راشو دې پوښتنه ته چې ولې د کتاب ورځ نمانځو یا ولې د کتاب ورځ نمانځل کېږي؟

د دې پوښتنه په ځواب کې باید ووایو چې د پورتنیو ټولو لاملونو ترڅنګ د دې ورځې د نومونه او ټاکنه څو بنسټیزې موخې لري:

۱ـ د لیکوالانو ملاتړ: هر لیکوال د کتاب د لیکلو او چاپولو لپاره ځانګړې موخې او هیلې لري، کله چې یو کس څېړنه کوي او د یو کتاب لپاره مواد راټولوي او بیا بیا پرې زحمت باسي، نو د کتاب د نړیوالې ورځې نمانځل د یادو کسانو څخه ملاتړ او د سمو او ناسمو لیکنو او کتابونو بېلول دي.

۲ـ د لوستونکو هڅول: کتابونه لیکل کېږي، خو د مطالعې فرهنګ ورځ تر بلې کمرنګه کېږي، نو اړینه ده چې له یادو لیکل شويو کتابونو ګټه واخیستل شي، له همدې امله د اپرېل ۲۳مه د کتاب د نړیوالې ورځې په پلمه ډېری کتابتونونه تخفیف اعلانوي، چې د کتابونو لوستونکي ډېر شي.

۳ـ له کاپي رايټ مخنیوی: تېرکال د مونوګراف د بشپړاوي په موخه علومو اکاډمي ته لاړم، هلته مې د وږمې مجلې ځينې ګڼې ولیدې چې د همدې نویو لیکوالانو کټې مټې خپلو نویو چاپو شویو کتابونو ته را کاپي کړې وې، دا د منلو وړ ده چې په ټولنیزو علومو کې ډېر بدلون نه راځي، خو دا هم اړینه نه ده چې کټ مټ او پرته د ماخذ له ذکر کولو نه دې په یو متن کې ترې ګټه واخیستل شي او په خپل نوم دې خپور شي، نو د دې پېښو د مخنیوي لپاره دا ورځ ونومول شوه.

۴ـ لوست عامول: هره ورځ د کتاب ورځ ده او موږ نه شو کولای دې موضوع ته یوه ورځ ځانګړې کړو، خو موخه دا ده چې په دې کار سره خلکو ته د کتاب لوست عامېږي او خلک د کتاب لوستلو سره علاقه پیدا کوي.

پایله

د کتاب د ورځې نمانځل د مطالعې د پیل لامل کېږي. دا ورځ ډېرو هغو کسانو ته د مطالعې د پیل ذهنیت ورکوي چې پخوا به یې له کتاب لوستلو سره علاقه لږه وه.

د کتاب د ورځې نمانځنه په ټولنه کې د کتاب د ارزښت لوړولو لپاره هم خورا مهمه ده. کتاب پخپله یو اساسي ارزښت دی، خو د دې ارزښت د عامېدو لپاره د کتاب د ورځې نمانځل هم ګټور ګام بلل کېږي.

shakibanaderi6@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.