کابل پر بې اوبو ښار بدلېږي

94

د افغانستان پلازمېنه کابل چې شااخوا شپږ مېلیونه اوسېدونکي لري، د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله ښايي تر ۲۰۳۰ کال پر بې اوبو ښار بدل شي.

نیویارک ټایمز په خپل یوه راپور کې ویلي چې کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه تر بل هر وخت ډېره شوې او د دې چارې لامل د ورښتونو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو زېرمو وچېدل او د ژورو څاه ګانو کیندل بلل شوي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې ویل شوي چې د کابل ښار ډېری وګړي د څښاک پاکو اوبو لپاره څو کېلو متره پلی مزل کوي او حتی د څښاک پاکو اوبو لپاره د جوماتونو له اوبو استفاده کوي.

دې راپور کې اندېښنه څرګنده شوې که په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو ستونزه هواره نه شي ښايي په ۲۰۳۰ زېږدیز کال کې کابل د نړۍ لومړۍ بې اوبو پلازمېنه شي.

نیویارک ټایمز کاږي، کابل ښار کې د تېرو ۲۵ کلونو په پرتله شپږ برابره نفوس زیات شوی او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی تر دې کچې سخت شوی چې ان وګړي یې د اوبو پر سر یو بل سره لفظي او فزیکي شخړې کوي.

د کابل ښاریان بیا نیوکه کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ښار کې د څښاک پاکو اوبو ستونزه زیاته شوې او طالبان نه دي توانېدلي چې د دې ستونزې د حل لپاره د نږدې بندونو او سیندونو اوبه کابل ښار ته ولېږدوي.

په همدې حال ملګرو ملتونو هم په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې او زیاتوي، که دې ستونزې ته رسېدنه ونه شي ښايي تر ۲۰۳۰ کال کابل بې اوبو ښار شي.

ملګري ملتونه وايي، د کابل یو پر درېیمه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او هر کال د اقلیمي بدلون له امله لږ تر لږه ۷۰۰ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه کېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت څو ځلې ژمنه کړې چې کابل کې د اوبو کمښت ستونزې د حل لپاره پلان لري د پنجشېر سیند اوبه دې ښار ته واړوي؛ خو خلک نیوکه کوي چې د طالبانو حکومت په ډېرو برخو کې د عمل پرځای یوازې پر ژمنو تمرکز کوي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.