ارواپوه (لنډه کیسه)

اجمل پسرلی

70

له څو ورځو راهیسې د ډاکټر راوتلې سترګې زما له مخې نه لرې کیږي، خو نن چې ارواپوه ته روان یم د ډاکټر سترګې داسې راته ایسي لکه راپسې چې وي.
اونۍ مخکې د دریم ځل لپاره ډاکټر ته ورغلم ورته ومې ویل:
-لومړی ځل چې مو دوا راکړه څو ورځې ښه وم بیا بیرته بې خوبۍ زور وکړ، دا دوهم ځل دوا هم په پیل کې ښه وه
ډاکټر د عینکو تر شا راته وکتل او چې کله د ده له کتنځي راوتلم راپسې غږ یې کړ:
-یوځل ارواپوه ته ورشه خو دا دوا خوره
ارواپوه ته په لاره کې ماته د ډاکټر سترګې داسې رډې رډې ښکاره شوې لکه د سترګو مردکۍ چې یې د عینکو له شا د پوزې سر ته رارغړیدلې وي، خو دلته د کتنځي په انتظار خونه کې د ډاکټر هاغه څیره مې داسې له نظره تیره شوه لکه د سترګو مردکۍ چې یې بیرته خپل ځای ته رغړیدلې وي:
«عجیبه ارواپوه دی هڅ ناروغ نه شته»
ارواپوه دروازه پرانیسته په خندا یې راته وویل:
-راځه
د ده سترګې داسې دي لکه د غوړیدلي ګل، خو څومره خبرې کوي. څوک نه ورته راځي چې دومره بیځایه بیځایه غږیږي
دی بلې خونې ته ولاړ زما په ذهن کې د ده پوښتنې څرخیدې:
-کله ویدیږې؟ څه خورې؟ څه دې په خوراک کې خوښیږي؟ له چا سره ژوند کوې…له څه دې کرکه کیږي، کومه خبره بده درباندې لګیږي، که بده ولګیده څه احساس کوې؟….
ارواپوه د چای له دوو پيالو سره راغی یوه یې زما مخې ته کیښوده، بله د ځان مخې ته. خپله یې غوړپ وکړ او ماته یې په سترګو اشاره وکړه چې ویې څښم.
چای داسې خوږ غوندې و. ډاکټر پوښتنه وکړه:
-څرنګه خوند لري؟
شونډې مې بوڅې کړې:
-خوږ دی
– تا ویل چې کیک مې خوښیږي هغه هم خوږ وي
-بل غوړپ وکړه، سم پام ورته وکړه چې څرنګه خوند لري
ما ژبه پر شونډو تیره کړه، خوله مې وڅپوله:
-لږ تریو راولګید
– تا ویل چې لیمو مې خوښیږي
-ته یې بیا وڅښه چې څرنګه دی
ورته ومې خندل:
-نه تریو دی نه خوږ
-یعني لکه چای
ما له کړکۍ بهر وکتل:
-دغې لړې ته ګوره په دې کې مې زړه په تنګیږي
ډاکټر پياله پر میز کیښوده، ټنګ یې شو:
-ماشومواله دې په یاد ده چې کله به پټیدو دا لړه همداسې ده خوند کوي
په زړه کې راتیره شوه چې سهار ډيره وه اوس کمه شوې ده.
ډاکټر راته وویل:
-څه فکر کوې
-دا دی منی په تیریدو دی بیا به ژمی وي، بیا به ساړه وي، بیا به واورې وي
-تا مخکې ویل چې ارامي مې خوښه ده زه خو فکر کوم څومره چې واوره غلې ده هیڅ شی هغسې غلی او چوپ نه وي، ټوله مځکه به یې له شپې تر سهاره نیولې وي او یو وړوکی څرپ به یې هم چا نه وي اوریدلی
ماته کټ کټ خندا راغله. ارواپوه لاس رااوږد کړ راته ویې ویل:
– بل ځل هم راشه
دباندې مې په لړه کې زړه کیده چې لکه تور کارغه له پورته پورته ځایونو لاندې او له لاندې د اسمانونو په لور وزرې ووهم، لاسونه مې پرانیستې وو، خو کاشکي سهار چې لړه ډیره زیاته وه داسې پکې تاویدی راتاویدی.
پراګ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.